افغانستان

ختیځ زون کې د نیمه ګرانبیو ډبرو د پلور بـــازار پــرانیـــستل شــو

د هیواد په ختیځ زون کې د لومړي ځل لپاره د نیمه ګرانبیه ډبرو د پلور بازار پرانیستل شوی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي له لوري د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کرومایټ، نفرایټ او سرپنټین نېمه‌ ګرانبیو ډبرو د ازاد پلور بازار پرانیستل شو.
وزارت زیاتوي چې دغه بازار یې د کان کیندونکو د نېمه‌ګرانبیه ډبرو د پلور په موخه جوړ کړی دی.
دا وزارت په پلان کې لري، څو د هیواد په نورو زونونو او ولایتونو کې هم د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور بازارونه ایجاد کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه بازار د پرانیستې موخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور اساني او د قاچاق مخنیوی بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *