افغانستان

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د شکایتونو اورېدو قانون توشېح شو

شریعت :د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د شکایتونو د اورېدو لپاره په دوه څپرکو او ۲۳ مادو کې ځانګړی قانون توشیح شو.د امربالمعروف وزارت د چارواکو په خبره، د دې لپاره چې له امارتي مسئولینو د خلکو شکایتونو ته رسېدنه او عدالت تأمین شوی وي، امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د شکایتونو اورېدو دغه قانون تصویب او توشیح کړ.
د یاد وزارت مرستیال شیخ سید علي صدیق الله د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، چې له اوږدې مودې راهیسې افغانان له بدبختۍ سره مخ وو، «کډوال شوي وهل شوي، وژل شوي» د تېرو دولتونو حاکمانو له لوري هیڅ داسې قانون نه و جوړ شوی، چې د ولسي خلکو ستونزو ته په کې رسېدنه شوې او شکایتونو ته یې ځواب ویل شوی وي.
هغه زیاته کړه: «د همدې خلا د ډکولو او د بې دفاع افغانانو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري یو قانون تصویب او توشیح شو، چې له مخې به یې د هغو افغانانو د شکایتونو جبران کېږي، چې د امارتي چارواکو له لوري ورته مشکلات پېښېږي».
د شیخ صدیق الله په وینا، د قانون جوړېدو موخه دا ده چې په تطبیق سره یې دواړو، مسؤلو او ملکي خلکو ته ګته ورسي نو پکار ده، چې دغه قانون د هر چا او ادارې ګوتو ته ورسېږي.
د امربالمعروف وزارت دغه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړه، چې ولسي خلک کولی شي نېغ په نېغه یاد شوي وزارت ته او د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې د شکایتونو اورېدو لپاره د لګول شویو صندقونو له لارې، خپل شکایتونه درج کړي.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې په ولایتونو کې هم د شکایتونو اورېدو ریاستونه او مستقل امریتونه شته، چې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي.
دا قانون په دولتي ادارو کې له امارتي چارواکو، کارمنانو او نظامي اشخاصو څخه د شکایت کوونکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه جوړ شوی او هغه موارد په کې نه دي شامل، چې کورنیو او یا د ولسي وګړو تر منځ وي.
د کورنیو اړوند او ولسي خلکو د خپلمنځي مسائلو په اړه شیخ سید علي صدیق الله وویل، چې ورغلي دغه ډول شکایتونه ذیربطو مراجعو ته له استولو وروسته د قانون مطابق فیصله کېږي.
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مرستیال هم وویل، چې وړم کال یې یوازې په کابل کې څه باندې ۴ زره شکایتونه ګڼلي وو، چې حقوقي او جنايي شکایتونه په کې شامل وو.
هغه په لومړیو کلونو کې د خلکو د شکایتونو ګڼ والی د حکومتي اشخاصو او خلکو تر منځ د لازمې همغږۍ نشتون یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د وخت په تېرېدو د دواړو لورو تر منځ د همغږۍ په رامنځ ته کېدو سره دغه چاره کنټرول شوې، «سږ کال مونږ ته یوازې له کابله ۱۷۰۰ شکایتونه راغلي دي» خو نوموړي په دغې موده کې له امارتي ادارو او نظامیانو څخه په ټول افغانستان کې د شویو شکایتونو د شمېر په اړه څه و نه ویل.
د دغه وزارت چارواکو ټینګار وکړ، چې د یاد قانون له مخې به له کوم سلیقوي چلند پرته د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي.
نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *