افغانستان

پاکستاني پلاوي سره د سوداګریزو، ټرانزيټي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ناسته وشوه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم آغا او مله پلاوي سره وکتل.
ددې ناستې لویه موخه د سوداګریزو، ټرانزيټي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وه. ددغې ناستې په پیل کې مولوي متقي د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، ستونزو او حلارو بشپړې خبرې وکړې.
ښاغلي متقي وویل چې د دواړو هیوادونو ولسونه ګډ مشترکات او ارزښتونه لري چې حکومتونه یې د ساتنې مسوولیت لري. مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ او ټرانزېټ برخه کې شته ستونزې باید په مخلصانه حل شي.
د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال خرم آغا له افغان حکومت څخه کابل ته د بلنې په موخه مننه وکړه. نوموړي وویل: له افغان حکومت او په ځانګړي ډول له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره پر خبرو بوخت دي، تر څو لنډ وخت کې تر ممکنه بریده شته ستونزې هوارې شي.
په دې ناسته کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ اړوند د اسانتیاوو په رامنځته کولو هم ټینګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *