ټولنه اوکلتورلیکنې

دولتي سيستم کې د اصلاح ضرورت!

څرنګه چې په تېره شل کلنه دوره کې د جهاد او مبارزې له امله مجاهدين له مسلکي زدکړو لرې پاتې شوي او کال وړاندې له نظامي ډګر څخه ناڅاپه، حکومتي بهير ته داخل شول، نو له ورځنيو چارو سره کافي بلدتيا نه لري. بل خوا اکثره پخواني مأمورين په کار پوهيږي، خو د مجاهدينو په شان اخلاص نه لري.

س. سعید

څرنګه چې په تېره شل کلنه دوره کې د جهاد او مبارزې له امله مجاهدين له مسلکي زدکړو لرې پاتې شوي او کال وړاندې له نظامي ډګر څخه ناڅاپه، حکومتي بهير ته داخل شول، نو له ورځنيو چارو سره کافي بلدتيا نه لري. بل خوا اکثره پخواني مأمورين په کار پوهيږي، خو د مجاهدينو په شان اخلاص نه لري.

حال دا چې د دندې تر سره کولو لپاره اخلاص او پوهه دواړه لازم او ملزوم دي. کله چې حضرت يوسف عليه السلام له پاچا څخه د دندې غوښتلو وړانديز وکړ، نو د (حفيظ) صفت يې پر (عليم) باندې مقدم کړ. معنی دا چې؛ تر پوهې وړاندې اخلاص شرط دی او له همدې امله اسلامي امارت هم د اکثرو ادارو مسؤليت مخلصو علماؤ ته وسپاره. سره له دې چې هغوی يې مسلکيان نه دي، خو د اخلاص په قوت يې داسې کار روان کړی، چې ټول يې په خپلو سترګو وينو. البته دا په هغه صورت کې، چې مسلکي خلکو کې مخلصين نه وي. کنه ښه خو دا ده، چې هم مسلکي وي او هم مخلص او امانت کار.

نو له همدې امله لازمه ده، چې حکومت ټولو دولتي مأمورينو ته د فکري او مسلکي زدکړو پرورګرامونه چمتو کړي. پخوانيو کارکوونکو ته دې فکري او تربيوي حلقې جوړې شي، تر څو د تېرو شلو کلونو د ناوړه تبليغاتو اثر پکې له منځه ولاړ شي او ذهنونه يې ووينځل شي. که څه هم اکثرو ادارو کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له خوا داعيان ټاکل شوي، خو چندان فعاليت نه لري. همداراز؛ مجاهدينو ته بايد په خپلو برخو کې د مسلکي زدکړو د لنډمهاله او اوږدمهاله درسونو ترتيب برابر شي، تر څو د اخلاص تر څنګ، د مسلکيتوب صفت هم تر لاسه کړي او خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه تر سره کړی شي.

د دغو روزنيزو درسونو يوه فايده به دا هم وي، تر څو د اوسنيو او پخوانيو کارکوونکو تر منځ بې اعتمادي ختمه شي او ټول په پوره اخلاص او ورورولي د خپل نظام او ملت لپاره خدمت وکړي.

ځکه چې د همدغو نيمګړتياوو له امله د مراجعينو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کيږي او ملت ته لازم خدمات نه شي وړاندې کېدلی، چې دغه نيمګړتيا بيا د ولس او نظام تر منځ د واټن او بې اعتمادي سبب ګرځي.

متأسفانه، اوس اکثره ادارو څخه ولس شکايت کوي او وايي چې موږ د اسلامي امارت راتلو ته ډېرې هيلې درلودې، خو اوس هم د جمهوريت په شان ځورول کيږو!

د مخلصو او مسلکي کسانو د نه شتون تر څنګ؛ د چارو د ځنډ او خنډ يو بل سبب اداري پاړسوب هم دی. يعنې د يوې عادي چارې تر سره کولو لپاره يې دومره اوږده مراحل جوړ کړي، چې د ټولو طی کول حتماً ورځې، اونۍ او حتی په مياشتو وخت نيسي. د تېر رژيم تګلاره دا وه، چې خلکو ته به يې د کار زمينه برابروله، نو همدغه دولتي ماشين ته به يې ور اچول، بل ځای يې نه درلود. نو همدغه تګلاره يې د چارو د پېچلتيا او اداري پاړسوب لامل شوه. دوی به وخت پر وخت، د چارو د ښه تر سره کولو په نامه نوې ادارې رامنځ ته کولې، خو برعکس هغه به د چارو د ځنډ لامل شوې، ځکه چې مراحل به نور هم زيات شول. نو بايد چې د دولتي تشکيلاتو د څېړنې او ارزونې لپاره هم يوه ځانګړې کميټه وګمارل شي، تر څو دولتي سيستم ساده او مراحل يې را لنډ کړي.

يوه بله ستونزه دا ده، چې عام ولس نه شي کولی په اساني له مسؤلينو سره وويني. دا چاره د امارت په لومړيو کې ښه وه، ليدل اسانه وو، خو اوس ورځ تر بلې زموږ نوي چارواکي هم د پخوانيو عادت اخلي، چې ښايي د دې علت هم دا وي، چې پخوانيو مأمورينو د احترام او اداري اصولو په نامه زموږ ملګرو کې هم تکبر پيدا کړی. د دې پر ځای چې د هغوی د فکري او تربيوي روزنې لپاره کار وشي، برعکس زموږ ملګري ترې متأثره شوي او د هغوی پېښې يې شروع کړې. خو ولس د هغوی له کړنو ستړی دی، د امارت راتګ ته ټول خوشحاله وو، د لسو کالو پخوانۍ دوسيې يې رابرسېره کړې چې حل به شي، خو د اسلامي امارت راتګ يې هم ستونزه ور حل نه کړه. سره له دې چې د مشرتابه له خوا مکرر همدا توصيه کيږي، چې ولس سره ښه چلند کوئ، ستونزو ته يې رسيدګي وکړئ، دروازې ځان پسې مه بندوئ، ولس سره کښېنئ او ولس ته خدمات وړاندې کړئ، د همدې ولس په همکاري الله تعالی فتح رانصيب کړه. خو متأسفانه چې تکبر او غفلت په زياتېدو دی. دا چې هماغه پروني بې وزله علماء او طالبان؛ نن په رڼو موټرو کې ګرځي، دا د تلليو شهيدانو د وينو برکت او د همدې ځورېدلي ملت د همکاري نتيجه ده. خپل شهيدان ملګري او کړيدلی ملت بايد تل په ياد ولرو، تر څو له خپله مسؤليت څخه غافل نه شو.

وروستۍ خبره دا، چې په دولتي ادارو کې بايد عام هېوادوال هم مدغم شي. هغه چې د تېر رژيم پر مهال هم د لوړو رشوتونو او واسطو نه درلودلو له امله بې دندو ګرځېدل، يا يې خپله زړه نه غوښتل چې ياد نظام کې کار وکړي او نن هم بې دندو ګرځي، ځکه چې خالي بستونه نشته. عام خلک ګيلمن دي، چې پخواني کارکوونکي هم ټول پر خپلو دندو لګيا دي او طالبانو هم دندې تر لاسه کړې، خو زموږ نوبت نه راځي. په دې ملت کې ډېر داسې لايق او دينداره خلک شته، چې د (حفيظ او عليم) دواړه صفتونه پکې موجود دي. اسلام هم همدا حکم کوي چې کار بايد خپل اهل ته وسپارل شي او د اهليت لپاره دغه داواړه صفتونه شرط دي.

خدای دې وکړي، چې مسؤلين دغو ستونزو ته متوجه او د حل لپاره يې سمدستي اقدامات وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *