افغانستان
د ارزګان – کندهار پر لین لویو بسونو فعالیت پیل کړ
د ارزګان – کندهار ترمنځ د رحمن بابا شرکت د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو په لومړي ځل خپل فعالیت پیل کړ.
د یاد شرکت مسوولین وایي، چې د ترانسپورټ وزارت په ځانګړي حکم یې دغه خدمتونه پیل کړي، تر څو د دغه لارې مسافر په اسانۍ خپل سفر تر سره کړي.
د مسوولینو په خبره، کوښښ کوي، چې د موټرو شمېر زیات کړي او د دغه ولایت څخه کندهار، نیمروز او کابل ته هم مسافر انتقال کړي. ۷مخ
ورته مهال یو شمېر مسافرو د یادو لویو بسونو په فعالیت خوښ دي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دغه لویه لاره په اساسي ډول ورغوي.