اعلامیېافغانستان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

هغو قاریانو او فاتحینو ته خبر ورکول کیږي، چې غواړي د کابل ښار د دوه ویشتو (۲۲) نواحیو په جوماتونو کې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان ختم وکړئ.
نو له همدې کبله د ختم ترسره کولو لپاره آزموینه اخیستل کیږي، چې د شنبې په ورځ د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۸ مه نیټه چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د حوت میاشتې له ۲۰ مې نیټې سره برابره ده، د خپل تابعیت له اصلي پېژندپاڼې (تذکرې) سره لاندې آدرس ته مراجعه وکړئ.
آدرس: د کابل نړیوال هوایی ډګر څلور لارې ته نارسیده، د آریانا هوټل څنګ ته، د معهد عالی قراء ات انسټیټیوټ.
د اړیکو شمیرې:
0786033533
0770790782
0789292914

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *