افغانستان

د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د کمال خان بند چارې له نږدې څخه وارزولې

شریعت: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه نیمروز ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب الرحمن عمر، د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي ملګري وو او د نیمروز له والي سره تر لیدنې وروسته یې له کمال خان بند څخه هم لیدنه وکړه. د نیمروز ولایت له والي سره د دې ولایت د خلکو د اوبو د ستونزو د حل او کرنیزو ځمکو ته د پر وخت اوبو رسولو د بحث تر څنګ
د ریاست الوزراءاقتصادي مرستیال او مل پلاوي د کمال خان بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اوبو د ذخېرې د ظرفیت د زیاتوالي، د اړوندو کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کي د چارو د ښه مدیریت په اړه اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښووني وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه. په پای کې محترم ملا صاحب د بند د پارچاوې او د اوبو کنټرول په اړه د تخنیکي انجنیرانو نظرونه واورېدل او په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *