افغانستاناقتصاد او رغونه
د بامیانو د پاسپورټ مدیریت روان کال نږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي
د بامیانو د امنیې قومندانۍ اړوند د پاسپورټ مدیریت په روان کال کې ۱۰ میلیونه او ۸۰۳ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا باختر آژانس ته وویل، چې د روان کال له پیله تر دې دمه یې د پارسپورټونو د وېش له درکه یې ۱۰ میلیونه او ۸۰۳ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
خواني زیاته کړه، چې د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه د بامیانو د امنیې قوماندانۍ د پاسپورټ مدیریت ۱۴۰۲ د پاسپورټونه وېشلي دي.
د نوموړي په وینا، په هېواد کې د کب په لسمه نېټه د پاسپورټونو د وېش له پيل سره سم په دغه ولایت کې هم د پارسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې، چې اوسمهال په کې هره ورځ لسګونو کسانو ته پارسپورټونه وېشل کېږي.