بېلابېلې لیکنې

د بریالیو کسانو څو نښې!

عنایت الله خاموش

ډېری خلک فکر کوي چې د ښه شخصیت درلودل او یا لوی انسان کېدل ځانګړي شرایط لري. مثلاً پيسې، موټر، امکانات، موقف، د کورنۍ او ملګرو ملاتړ، دنده او…؛ خو دې ته پام نه کوي چې بریالي کسان څوک دي او د کومو شرایطو له مخې ترې عالي شخصیتونه جوړ شوي؟ که چېرته په نړۍ کې د بریالیو کسانو بیوګرافۍ وګورو، معلومه به شي چې اکثرو يې په لومړیو کې نه پيسې درلودې او نه نور امکانات. هڅه يې کړي، د بریا رازونه يې کشف کړي او په خپلو مټو يې زور کړی.
که په دې فکر یاست چې عالي شخصیتونه هغه دي چې پيسې او موقفونه لري، بلکل غلط یاست. ځکه په نړۍ کې ډېری خلک شته، چې هم ښې پيسې لري او هم ښه موقفونه؛ مګر که يې شخصیت ته راسو، وبه ګورو چې د شخصیت له اړخه بېخي کمزوري دي. که په ژوند کې یوازې د پيسو ګټلو لپاره کوښښ وکړئ، ستاسو پر شخصیت به کوم اغېز ونه کړي؛ مګر هو رښتیا، شهرت درکولای شي. نو که غواړئ عالي شخصیت ولرئ، د شخصیت جوړولو په نورو لارو چارو غور وکړئ یوازې په پیسو ګټلو پسې کش مه کوئ؛ مګر پيسې د یوه فرعي هدف په توګه په نظر کې ونیسئ. نو که غواړئ عالي شخصیتونه و اوسئ، ځانونه یوازې د پيسو ګټلو لپاره مه وقف کوئ؛ بلکې داسې لارې چارې ولټوئ، چې ستاسو حیثیت لوړولای او اعتبار زیاتولای شي.
لاندې د څو هغه ځانګړنو یادونه کوو، چې عالي شخصیت لرونکي افراد يې لري:
– له ماتې نه وېرېدل: ډېری خلک داسې دي چې د کار په ترسره کولو کې له دې کبله زړه نا زړه وي، چې له ماتې سره مخ نشي او له همدې کبله کارونه هم ترې پاتې وي. که چېرته کوم کار پيلوي، په بریا يې هیڅ باور نه لري. بلکې همېشه يې تاوان ته سوچ کوي. او دغه تاوان ته سوچ و فکر کول، خپله د ناکام شخص خاصیت دی. ناکام خلک فکر کوي، که چېرته په کوم کار کې تاوان وکړي، نو ژوند به يې ډېر له ستونزو ډک وي. له همدې کبله ډېرې مشورې کوي او کار ته په اسانۍ ملا نشي تړلای. ځينې کسان له دې کبله هم بریا ته نه دي رسېدلي، چې پر ځان يې باور له لاسه ورکړی.
ـ سخت کار ته ملا تړل: په نړۍ کې ډېر لیږ داسې کسان شته چې خپلو هیلو ته د رسېدو او خوبونو د رښتیا کېدو لپاره لګښت او پانګونه کوي. مګر ډېری بیا داسې هم شته، که څوک ورته ووايي چې د دې کار په کولو زیات لګښت او پيسې راځي، د کار له ترسره کولو ډډه کوي. خو که یوه بریالي انسان ته وویل شي، هیڅکله به يې د خلکو نظرونه ملا ور ماته نه کړي او خپل کار څخه به په شا نشي. په یاد ولرئ چې د بریا په لاره کې باید هر تکلیف ومنئ. هر کله چې تاسو د بریا په لاره کې تکلیفونه وګالل، نو بیا همغه بریا ډېره خوږه او له خوندونو ډکه وي.
– ماتې ته د پرمختګ د سبب په نظر کتل: بریالي خلک نه یوازې له ماتې او تېروتنو څخه نه وېرېږي. بلکې په قصدي ډول په سختو لارو مزل کوي. یعنې لوی انسانان هیڅکله له ماتې او تېروتنې څخه نه بېرېږي. بلکې د اصلاح لپاره يې کار کوي. خو عادي خلک بیا له دې وېري په کار نه ورځي چې تېروتنه به وکړي او ماتې به ومني. بریالي خلک پوهېږي چې تېروتني له موږ سره مرسته کوي ترڅو کوم کار باید ترسره نه کړو او بریا ته د رسېدو په لاره کې کومو تجربو ته اړتیا ده. کوم خلک چې تېروتنه نه کوي، ماتې ته امادګي نه لري او کله چې بیا له ماتې سره مخ کېږي نو بیا له سختو ستونزو سره مخ کېږي داسې چې بیا هیڅ کله د کار کولو جوګه نه وي.
– صبر کول: په نننۍ نړۍ کې، هر څوک غواړي بریالي و اوسي. تاسو به داسې هیڅوک هم ونه ګورئ چې ناکامي دې وغواړي؛ بلکې هر یو يې د بریا په لټه کې دی. ډېری بیا داسې هم سته چې په یوه ځل بریا ته ځان رسول غواړي. مګر بریالي خلک بیا داسې دي چې یوې هیلې ته د رسېدو لپاره يې کلونه- کلونه صبر او استقامت کړی. نېکمرغه کسان هغه دي چې د وخت په تېرېدو سره د خپلو هڅو په پایله کې خپلو اهدافو ته رسېدلي. کوم کسان چې د خپلو هڅو په پایله کې بریا ته رسېدلي، د هغوی ژوند تل له خوښیو ډک او هیڅکله د وېرې او مایوسۍ احساس نه کوي. یعنې دا چې بریالي خلک بریا ته د رسېدلو لپاره له استقامت او صبر څخه کار اخلي.
– له ستونزو سره د مخ کېدلو پر وخت لاره بدلول: بریالي کسان هیڅکله له خپل هدف څخه نه په شا کېږي. که چېرته هدف ته د رسېدو په لاره کې له کوم خنډ سره مخ کېږي، لاره بدلوي؛ بلکې هدف نه؛ خو ناکام خلک بیا هغه دي چې له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې هدف بدلوي. بریا دا نه ده چې مختلف اهداف وټاکل شي؛ بلکې بریا دا ده چې هدف ته د رسېدلو لپاره په مختلفو لارو یون وشي.
– خپل د قوت ټکې پېژندل او د کمزورۍ هغه اصلاح کول: هر انسان د کمزورۍ او قوت ټکي لري او دا د انسان په استعداد یا دا چې په کومه اندازه کارګر دی، پورې تړاو نه لري. چې پام مو وي، هیڅ کس له نیمګړتیا خالي نه دی. قوي خلک کولای شي خپل د کمزورۍ ټکي ډېر په چټکۍ سره تشخیص او اصلاح کړي. بریالي خلک که په ځينو مهارتونو کې ستونزه ولري، نه شرمېږي؛ خو کمزوري بیا له دې کبله یو کار نه کوي، چې پکې کمزوری نشي. د ستونزه درلودل د دې سبب کېږي تر څو خپل د قوت له نقطو څخه په ښه توګه استفاده وکړئ.
پورته څو ټکو ته په پام سره دې پایلې ته رسېږو چې، په بریا کې پيسې، کورنۍ، موقف او… لاس نه لري؛ بلکې بریا د انسان په خپلو هڅو او کوښښونو حاصلېږي. کنې تاسو به د ډېریو شتمنو یا مخکښو کورنیو ماشومان یا ځوانان لیدلي وي. د دې په ځای چې له ځانه ستوري جوړ کړي او یا ځانونه د بریالیو کسانو په قطار کې راولي؛ په ناسمو لارو تللي او ژوند يې ډېر له بدمرغیو و کړاوونو ډک وي. ځکه هغوی ته د بریا لپاره هڅې هیڅ ارزښت نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *