افغانستان

د بغلان اوبو لومړی بند له رسوباتو پاکېږي

د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر رفیع الله مجتبی، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس قاري محب الله عادل د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ملتیا د بغلان ولایت د اوبو ذخیروي لومړي بند څخه لیدنه وکړه.د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ئيس ته د یاد بند په کاسه کې د راټول شوو رسوباتو د پاکارۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.یاد بند د شاوخوا ۱۵ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او ۱۳ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري؛ چې د بند په کاسه کې د راټول شویو رسوباتو له کبله د اوبود ذخیره کولو او د برېښنا تولید یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د یو بل خبر له مخې؛ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر رفیع الله مجتبی د FAO دفتر له مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د نوموړي دفتر مسؤلینو د خپلو برنامو په هکله د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او د پلې کولو برخه کې یې د همکاري غوښتنه وکړه.

د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس په دې لیدنه کې د یاد دفتر له مسؤلینو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *