افغانستان

د تاریخي سیمو د بیارغونې په اړه غونډه وشوه

په غور ولایت کې د جام منار، د هرات د پنځو منارونو او د کابل د بالاحصار تاریخي سیمې د بیارغونې د روانو چارو په اړه د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د تاریخي میراثونو د ساتنې تخنیکي کمېټه غونډه وکړه.
د اطلاعات او فرهنگ وزارت د فرهنگ او هنر چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي تر مشرۍ لاندې د تاریخي میراثونو د ساتنې تخنیکي کمیټې په باغ بابر کې تشریحاتي غونډه ترسره کړه.
په افغانستان کې د یونسکو، اغا خان، اچکو او اپو موسسو استازو په ګډون د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې، تاریخي ابداتو، ملي موزیم د استازو سره په شریکه غونډه کې د غور ولایت د جام منار، او د هرات د پنځم منار د روانو رغنیزو چارو او استحکاماتو په اړه د غونډې برخه والو ته تفصیلي معلومات ورکړل شول.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې هره میاشت به دغه تخنیکي کمیټه د افغانستان د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه ناسته کوي او په راتلونکي ناسته کې به د کابل بالاحصار د بیارغونې جریان د مس عینک د اثارو د ساتنې او د هلته تاریخي اثارو د لېږ په اړه پرېکړه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د فرهنگ او هنر چارو معین دغه ډول ناستې مهمې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د کمېټې د مشورو او رغنده نظریاتو ته به پوره پاملرنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *