لیکنېمقالی اوتبصرې

د تاریخ ثبت د حاکم اسلامي نظام ملي دنده ده!

د دوهم نړېوال جنګ اوس ۷۶ کاله کیږي خو په غرب کې اوس هم د هټلر د ظلمونو ذکر د ټولو تعلیمي مؤسساتو د نصاب برخه ده، د ښوونځۍ په هر صنف کې د هټلر او نازیانو د وحشت بیان کیږي او استادان د هغوئ ناوړه اعمال په تفصیل بیانوي.

لیکنه: حمزه الیاس

د دوهم نړېوال جنګ اوس ۷۶ کاله کیږي خو په غرب کې اوس هم د هټلر د ظلمونو ذکر د ټولو تعلیمي مؤسساتو د نصاب برخه ده، د ښوونځۍ په هر صنف کې د هټلر او نازیانو د وحشت بیان کیږي او استادان د هغوئ ناوړه اعمال په تفصیل بیانوي.

په غرب کې د هټلر د ظلم نه انکار جرم دی په انګلستان او نورو اروپايي هیوادونو کې تېر۷۶ کاله داسې ورځ قطعا نشته چې د هټلر د ظلمونو یو مستند فلم نه وي وړاندي شوی، هغوی خپل دشمن قطعا، نه معاف کوي.

هغوی د هټلر د وخت د دفتر په یو چوکیدار پسې چې د جنوبي افریقا په ځنګلونو کې پټ وي پیدا کوي او محاکمه کوي يې او مونږ او تاسو ته وايې چې زمونږ ظلمونه او بشر ضد ناوړه اعمال مه څېړئ او مه ښکاره کوئ، بلکې غواړي د غرب روزلي همداسي په قدرت پاتي وي سربېره ددې باید قهرمانان وي، مارشالان وي، او دهغوی اولادونه هم باید زمونږ پر اولادونو حکومت وکړي.

اروپايي هیوادونه خپل راتلونکي نسلونو ته دا دوامداره ورښايي چې پر هیواد يې چا تجاوز وکړ؟ او راتلونکي ته باید څنګه بیداره اوسې؟ او مونږ ته وايي چې د پلار، توره، ټوپک او شهامت مه یادوه دا بد دي.

امریکایانو او ورسره ناټو په افغانستان کې مداخله او بربنډ تجاوز وکړئ، ډېر ظلمونه یې وکړل زمونږ مسلمان او مجاهد اولس د دین او وطن د دفاع په منظور ددې ستر تجاوز پر وړاندي جهادي مبارزه وکړه او دېره ستره قرباني یې ورکړه او بالآخره وطن یې ددې متجاوزینو پاک کړ.

اوس ددې نظام فرض ده چې خپل ځوان نسل ته ووایي چې پر تا دا تجاوز چا وکړ؟ چا ټوک ټوک کړې؟  او ستا نیکونو او پلرونو څنګه د خپل دین او وطن دفاع وکړه؟ ته باید په خپل مجاهد پلار د هغه په توره او ټوپک فخر وکړې او فخر یې دادی چې د هغه یاد تل ژوندی وساتې.

نظام په توره ساتل کیږي ټول هیوادونه فوج لري. قوي  هیوادونه قوي فوجونه لري او په هغوئ فخر کوي.

د انګلستان ملکې هغه سپي ته مډال ورکړ چې په هلمند کې يې د برطانوي فوجونه سره دنده ترسره کړې وه  خو زمږنږ په وطن کې ګوډاګیانو د هر هغه خارجي پر ځیګر زمونږ د یو تاریخي اتل په نوم مډال وټومبه چې ډېر افغانان یې وژلي وو.

نور قومونه د هر هغه چا په نوم څلی دروي چې وطن ته یې حتا یو کوچنۍ فتحه هم کړې وي خو تاسو د هغه چا په نوم یو کوچنی څلی ماته راوښایاست چې تاریخي ایران یې درته فتحه کړئ او پر اسپهان يې د پښنتو یو عظیمه شاهنشاهي درته قائمه کړې وه، خو ته په ارګ کې وګوره د هغه شهنشاه علیه الرحمة د عکس پر ځای د چا تصویرونه ځوړند دي؟

زمونږ د اولس د حقیقي خدمتګارانو او اتلانو د تاریخ ثبت د هر حاکم حکومت ملي دنده ده، زمونږ د عظیم ملت د توري، ټوپک او توریالونو په ذکر یواځي خارجي متجاوزین د هغوی داخلي ګوډاګیان او مسخه شوي اذهان خفه کیږي، وطن دوستان پرې ویاړي اوفخر پرې کوي.

زه دا نه وایم چې مونږ باید د تاریخ په کڅوړه او بکس کې تر قیامته پاتي شو، تنفر وپالو، یو د بل په مقابل کې د ښمنۍ وښابو او تیري ورانونکي ناخوالي راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدو. نه دا نه وایم خو تاریخ باید سم ولیکو مسخه یې نکړو  خپل ځوان نسل پوه کړو چې له تاریخ څخه پند واخلي؛ د هغه څخه په درس د ناخوالو د تکرار مخه ونیسي او د ځان لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.

مونږ هم باید د خپل دشمن بشر ضد ناوړه اعمال او د هغوی ظلمونه خپل راتلونکي ځوان نسلونو ته وړاندي کړو.

او د خپلو اسلافو او مشرانو کارنامې، شهامتونه او د دشمن پر وړاندي فولادي عزم او د هغوئ تاریخ د خپل تعلیمي مؤسساتو د نصاب برخه وګرځوو او خپلو راتلونکو نسلونه ته دوامداره وړاندي کړو او د مدرسې او ښوونځۍ په هر صنف کې باید ولوستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *