افغانستان

د ديني عالمانو نړیوالې ټولنې سکرتر جنرال له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ديني عالمانو د نړیوالې ټولنې له سکرتر جنرال دوکتور علي محي الدین القره داغي سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنه چې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه دواړو لوریو پر یو لړ مهمو موضوعاتو او دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.
د ديني عالمانو نړیوالې ټولنې سکرتر جنرال محي الدین القره داغي د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل رضایت او ملاتړ څرګند او په راتلونکي کې يې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ وړاندې کولو ته چمتوالی وښوده. د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې د قطر په پلازمېنه کې په یو لړ نورو مهمو غونډو کې هم ګډون کړی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *