افغانستان

ماليې وزارت: د راتلونکي کال بودجه کې لویې اقتصادي پروژې پام کې نیول شوې

مالیې وزارت وايي د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې پر مسودې کار روان دی او هغه پرمختیایي پروژې په کې په پام کې نیول کېږي چې د هېواد او خلکو پر اقتصادي ودي ډېر اغېز ولري.
د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل په دې اړه چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د ملي بودجې د تنظيم په برخه کې کوم بدلونونه راغلي وویل، په دې پروسه کې کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی. نوموړی زیاتوي چې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې ترتیبولو بهیر پیل شوی او د تېر په څېر يې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې ترتیبولو لارښود ټولو ادارو ته استول شوی دى.
هغه زياته کړه چې یادو ادارو له ټاکلي ضرب الاجل سره سم د بودجې طرحې مالیې وزارت ته استولې او اوس مهال د ۱٤۰۲ مالي کال د ملي بودجې پر مسودې کار روان دی.
د هغه په خبره، د بودجې ترتیب په پروسه کې یوازینی بدلون چې راغلی د مالي کال بدلون دی ځکه مخکي به مالي کال د مرغومي له لومړۍ خو اوس د وري میاشتې له پیل سره سم پيلېزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *