افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شینوارو د قومي مشرانو ستونزې واورېدې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د شینوارو شپږو ولسوالیو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
یادو قومي مشرانو په دغه کتنه کې وویل چې د اسلامي نظام ملاتړ او ساتنه د ټولو مسوولیت دی او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دوی همدارنګه د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د شینوارو د قربانیو یادونه وکړه او زياته يې کړه، چې اوس به هم هیچاته د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه ور نه کړي.
یادو مشرانو همداراز د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې په شینوارو ولسوالیو کې د روغتیايي، پوهنې او کارموندنې پروژو ترڅنګ پراختیايي پروژې تطبيق کړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې د اشغال خاتمې لپاره د افغانستان ټولو قومونو په ځانګړي ډول د شینوارو ولسونو سخته مبارزه وکړه، قربانۍ یې ورکړې او زيار یې ګاللی دی.
نوموړي وویل چې افغانستان ورځ په ورځ د پرمختګ په حال کې دی او په سیاسي او اقتصادي برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
د ریاست الوزراء مرستیال زیاته کړه، چې نړۍ د اسلامي امارت په حقانیت پوه شوې او دا ټولو ته روښانه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي له همدې امله غواړي، چې له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په یاده کتنه کې قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د شینوارو ولسونو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *