دینې لیکنې

د علماوو کار څومره مهم دی؟ مولوی وقایت الله (وقار)

دا ډېر خلک چې د اوسنۍ نړۍ له مادی پرمختګه اغېزمن شوی دی، داسې انګېری چې ګویا په دنیا کې یوازې د هغوی هڅې د احترام وړ دی چې په مادی لحاظ اوسنی بشر ته یو څه ورکوی او د اوسنۍ نړۍ د ظاهری ښکلاوو لپاره لاس او کار دی.

دا ډېر خلک چې د اوسنۍ نړۍ له مادی پرمختګه اغېزمن شوی دی، داسې انګېری چې ګویا په دنیا کې یوازې د هغوی هڅې د احترام وړ دی چې په مادی لحاظ اوسنی بشر ته یو څه ورکوی او د اوسنۍ نړۍ د ظاهری ښکلاوو لپاره لاس او کار دی.
دا منو چې په مادی توګه د نړۍ معماران د نړۍ محسنین دی او بایده ده چې د خدمتونو ستاینه ېې وشی، هغوی چې په مادی لحاظ ټولنې ته پرمختګ ورکوی، هڅې ېې نه یوازې د احترام قابل دی، بلکې د ستایلو وړ دی، مګر دا تر دې سل چنده د منلو ده، د قبلولو ده او باید چې ټول پرې قانع شی هغه داده چې باید اعتراف وشی چې تر مادی کار معنوی کار ډېر اړین دی او ارزښت ېې څو چنده زیات دی.
هغه کسان چې نن غوړ زیړ ګرځی او ځان د اوسنۍ نړۍ متمدنه خلک ګڼی، څه ناڅه په عصری علومو پوهېږی او له دینی علومو ېې فاصله اخیستې، داسې فکر کوی چې دوی چې څه لاسته راوړی دی، هر څه دی او دوی چې د څه لپاره کار کوی، هماغه د درنښت وړ دی؛ خو دغه تصور سم نه دی او نه د اوسنۍ ټولنې په ګټه دی. دغه تصور نه یوازې د نن لپاره ګټور نه دی، بلکې د تېر انسانی تاریخ په درشل کې هم په واقعی شکل رد شوی دی، ستغ ځواب شوی دی او د هوښیارو ملتونو له لوری پرېښودل شوی دی، هلته چې کومه ټولنه هم په واقع کې پرمختللې ده او پرمختګ ېې په کلونو کلونو مزل وهلی او بیا د امپراتورۍ په توګه مطرح شوې؛ نو ارو مرو ېې تر شا له مادی کار پرته یوډول بل کار هم شتون لری چې د هغې نوم معنوی کار دی، معنوی مبارزه ده او په معنوی لحاظ د ټولنې سمون او ترقی ده.
ددغه ناوړه تصور له مخې چې خلک په ټولنو کې یوازې مادی کار د اعتبار قابل ګنی او معنوی نه، ډېری ېې د دینی علماوو هڅو ته په بې ارزښتۍ قائل کېږی، دوی دا ګڼی ګویا علماء د ټولنې لپاره یو بوج دی چې پرې اچول شوی دی او د دوی کار یوازې د څو شېبو لپاره په تبرکی او تشریفاتی توګه ارزښتمن دی، نور د دومره اهمیت وړ نه دی، لکه دا نور کارونه چې څومره دی او نه د دومره توجه مناسب دی چې په لویه کچه ورته وخت ورکړل شی، سرمایه ګذاری ورته وشی او په زرګونه وګړی دې پکې مصروف شی.
دا نو جلا خبره ده چې زمونږ په اوسنۍ ټولنه کې چې علماء کوم کار کوی، څومره په هغه چوکاټ برابر دی چې د شریعت له روح سره سمون ولری او د اوسنۍ ټولنې ورته اړتیا وی، دا خبره بېله څېړنه غواړی او په هغه ستونزو چې دلته موجودې دی، هیڅوک سترګې پټولی نه شی، مګر دا خو واضحه ده چې په ټوله کې د علماوو کار چې له سالمې دینی مرجع څخه خړوب شی، نه یوازې دا چې باید ومنل شی، وستایل شی، وپالل شی، بلکې په شعوری توګه د هغې ننګه وشی او له نورو ټولو کارونو ېې زیاته بدرګه وشی.
که چېرته دینی علماء موجود نه وی او په ټولنو کې د هغوی کار نه وی؛ نو هیڅکله به بشر نننی پرمختګ نه وی کړی، دا مادی پرمختګ به هم نه وی، معنوی پرمختګ خو بېله خبره ده، دا نن چې د مادیاتو په دې جهان کې په میلیاردونه وګړی د آرام ساه اخلی، د علماوو د هڅو برکت دی، علماء دی چې د خپلو سرونو په بیه ېې په نشت حساب امکاناتو سره بشر له خپل اصیل فطرت سره تړلی دی او بشر ېې د یوه معنوی ځواک رهبرۍ ته سپارلی دی.
اوسنی بشر په سترګو دا خبره ولیده چې د علماوو ارزښت څومره دی او د دوی د کار اهمیت څومره دی؟ نن بشر له خپل بې ساری پرمختګ سره، له دغه شته قوی نظامونو او امپراتوریو سره، له ساینس او ټیکنالوژۍ سره بیا هم ډېر زر خپلو نفسی غوښتنو او شیطانی دامونو ته تسلیمېږی او په څو ثانیو کې د پیړیو کار له منځه وړی، اساسی لامل ېې همدا دی چې بشر په مادی لحاظ روزل شوی؛ خو په معنوی لحاظ لاهم په ډېرو ټولنو کې پټې سترګې دی.
په همدې اساس چې علماء مهم دی، کار ېې مهم دی او انسانی دنیا پرته له دوی او دې هیڅ ده، امام حسن بصری رحمه الله فرمایلی: د علماوو له مجلسونو پرته ټوله دنیا تیاره ده، په بل ځای کې فرمایی: که علماء موجود نه وی؛ نو خلک به د څارویو په څېر وی.
امام سفیان بن عیینه رحمه الله به فرمایل: تر ټولو ستره سزا او عذاب دادی چې علماء له منځه لاړ شی.
او له همدې امله چې د علماوو له شتون او کار پرته ټولنې بې معنی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ېې د غوره والی په اړه فرمایی: په یوازې عبادت کوونکی باید د عالم فضیلت دومره دی، لکه زما چې په تاسو کې په هغه تر ټولو ښکته انسان څومره دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *