اقتصاد او رغونه

زراعت او مالداري مو له پردي احتياجه خلاصوي! س. سعيد غلجی

د افغانستان موقعيت داسې دی، چې په وچه کې راګير هېواد دی، سمندر ته لاره نه لري، ختيځ او جنوب ته پاکستان راڅخه تاو دی،

د افغانستان موقعيت داسې دی، چې په وچه کې راګير هېواد دی، سمندر ته لاره نه لري، ختيځ او جنوب ته پاکستان راڅخه تاو دی، لويديځ ته مو ايران دی او شمال طرف ته مو ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونه پراته دي، چين سره پوله لرو، خو لاره نه لرو. خو په همدغه محاصره هېواد کې يو څو داسې کمالات دي، چې د ټولې نړۍ د توجه وړ ګرځېدلی. لومړی خو دا چې دغه هېواد د موقعيت له مخې د اسيا زړه بلل کيږي، نو د اقتصادي او امنيتي ګټو پر اساس هر ځواک ته لومړيتوب لري، بل دا چې دغه هېواد په معادنو مالا مال دی، نو د هر چا سترګې ور اوړي او دريم دا چې د اسلامي امت په منځ کې تر ټولو قوي، متدين او مجاهد ولسونه همدلته مېشت دي، د هيچا باداري نه مني او يو ياغي، باغي ملت دی.
د همدغو دريو صفاتو له امله موږ تل د نړۍ، سيمې او ګاونډيو هېوادونو له لانجو او يرغلونو سره مخ يو. سمندر ته هم لاره نه لرو او ګاونډيان مو هم ښه تعامل نه راسره کوي. نو له همدې امله موږ نه شو کولی، چې د تجارت له لارې ځان ته روزي ومومو. خو همدغه بنديز او د ګاونډيانو له خوا محاصره ييز چلند زموږ پر ګټه دی، تر څو مجبور شو او په همدې محاصره هېواد کې دومره روزي برابره کړو، چې تر يوې اندازې له پردي احتياجه خلاص او ګزاره مو پرې وشي.
ځکه خو زراعت او مالداري زموږ په اقتصاد کې ډېر مهم رول لري، بلکې يوازنۍ لاره همدا ده، چې د پرديو له بنديزونو سره، سره خپل اړتياوې ترې پوره کولی شو. موږ د زراعت او مالداري په برخه کې د هيچا اجازې ته نه يو محتاج. پراخې حاصل خېزې دښتې او لوی سيندونه لرو، کولی شو چې د ژوند لومړني توکي؛ لکه: غنم، غوړي، وريژې، لوبيا او نورې غلې دانې او سبزيجات له همدې خاورې تر لاسه کړو. همدغه راز؛ مالداري هم زموږ ډېرې اړتياوې پوره کوي. نو چې د زراعت او مالداري په برخه کې پر ځان بسيا شو، ان شاء الله؛ بيا د اغيارو د هر ډول بنديزونو مقابله کولی شو. لکه چې پښتو متل دی: (جنګ په وسله کيږي، ننګ په غله کيږي).
د افغانستان اويا سلنه وګړي کليوالي ژوند لري او کولی شي چې زراعت او مالداري څخه خپلې اړتياوې پوره کړي. اوس هم اکثره هېوادوال په همدغو دوو چارو بوخت دي، خو که حکومت دغې برخې ته نوره هم توجه زياته کړي او په دې برخه کې ولس ته تر خپله وسه سهولات برابر کړي، نو هم به په حکومت بوج کم شي او هم به مو هېوادوالو ته يو روزګار برابر شي. هسې هم زموږ تعليمي سويه بيخي ښکته او اکثريت هېوادوال مو نا لوستي دي، نو همدغه زارعت او مالداري د ټولو لپاره يو مناسب کسب دی او ټول پرې قادر دي.
له نېکه مرغه؛ اسلامي امارت هم د زارعت برخې ته ډېر متوجه دی، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د زراعت او مالداري په برخه کې ګړندۍ هڅې روانې دي او معلوميږي چې مسؤلين قوي عزم لري، تر څو د زراعت او مالدارۍ په برخه کې دا هېواد پر ځان بسيا کړي.
که دغه هڅې همداسې دوام وکړي، د هېواد ګوټ، ګوټ کې د زراعت په موخه بندونه او کانالونه جوړ شي، بزګرانو سره مرستې وشي، ستونزې يې واورېدل شي او تشويق شي، نو حتماً به د خودکفايي حد ته رسېږو.
البته؛ د زراعت په برخه کې دا ډېره مهمه ده، چې بزګران د غنمو کرلو ته تشويق شي، ځکه غنم د ژوند لومړنی اساسي توکی دی، له روميانو، پيازو او نورو سبزيجاتو پرته هم ژوند کيږي، خو له غنمو پرته ژوند نه کيږي.
کله محمد مرسي د مصر په سينا دښته کې د غنمو کرلو اعلان وکړ، نو غربي حاکمانو او رسنيو جدي غبرګون وښود او دغه اعلان يې د اقتصادي جنګ پيلامه وګڼله! مصر پخوا د غنمو د ګودام حيثيت درلود، خو مکارو صليبيانو د مالوچو او نورو بوټو او سبزيجاتو کرلو ته تشويقول، تر دې چې اوس مصر په نړۍ کې د غنمو تر ټولو زيات واردونکی هېواد دی!
زموږ هېواد هم د تېرو څلويښت کلنو جګړو، ګډوډيو او پرديو لاس وهنو له امله دې حد ته ورسېد، چې په ډېره لوړه بيه له نورو هېوادونو اوړه اخلو او که راباندې بند يې کړي، له لوږې مرو. حال دا چې پخوا مو له همدې وطنه دومره غنم تر لاسه کول، چې خپله ګزاره مو پرې کېده.
بل دا چې زموږ هېواد په وچه کې محاصره دی او ګاونډيانو مو هم ښه چلند نه راسره کوي، همېشه مو مېوې او تازه سبيزجات راباندې تاوان او بې وزله بزګران مو د ګټې پر ځای تاوانونه شمېري. نو له همدې امله هم د وچو حبوباتو کرل پکار دي.
وروستۍ خبره دا چې مسؤلين بايد شنو خونو او يخو خونو ته توجه زياته کړي، تر څو په هر موسم کې خپلې اړتياوې پوره کړی شو او مېوې او سبزيجات مو د سپين بولدک او تورخم لارو کې خوسا نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *