د فاریاب دیني علماء او قومي مشران په هر ډول شرایطو کې د اسلامي امارت دفاع او ملاتړ ته ژمن یو
شریعت: د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فاریاب ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې د فاریاب دینيعالمانو د ټولنیز، امنیتي، ښوونې او روزنې، روغتیا او د دیني مدرسو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.
یادو دیني عالمانو همدارنګه د اسلامي اوسنی نظام الهی نصرت وباله او ډاډ يې ورکړ، چې د دوی به په هر ډول شرایطو کې د اسلامي امارت ملاتړ کوي.
یاو قومي مخورو او دیني عالمانو ښوونه او روزنه او معیاري دیني مدرسې د فاریاب ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې وبللې او د اسلامي امارت له مسولینو یې وغوښتل، چې یادو موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې، له اسلامي امارت څخه د خلکو، دیني عالمانو او مشرانو ملاتړ د اسلامي نظام د مسوولینو د خوښۍ او د دین او وطن د دښمنانو د ویرې او ډار لامل وباله او ويې ویل، چې د اسلامي نظام مسوولین یې قدرداني کوي.
حنفي د افغانستان خلکو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې ښوونې او روزنې ته د زمینې برابرول د اسلامي امارت له ژمنو څخه وبلل او زیاته یې کړه، مسوولین به په دې برخه کې هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي.