بېلابېلې لیکنې

د فتنو په تروږمۍ کې…! وقایت الله وقار

لکه ړوند چې په تياره کې بې څوکه روان وي، لاره له اغزيو او کږلېچونو ډکه وي، ورو ورو ګامونه اخلي او هره شېبه ددې وېره وي چې وبه غورځېږي، ګړنګونه به ېې واخلي، يا به له ژوند څخه بې برخې شي او يا به د کټ او د پوزي شي.

لکه ړوند چې په تياره کې بې څوکه روان وي، لاره له اغزيو او کږلېچونو ډکه وي، ورو ورو ګامونه اخلي او هره شېبه ددې وېره وي چې وبه غورځېږي، ګړنګونه به ېې واخلي، يا به له ژوند څخه بې برخې شي او يا به د کټ او د پوزي شي.

لکه يو بې موره ماشوم چې لا د شيدو رودلو له عرفي وخته ېې عمر اوختی نه وي، چې په بيديا پاتې شي او ددې وېره وي چې لېوان به ېې وداړي.

لکه د سور شوي تنور په غاړه چې مور د يوه بيړني کار لپاره په منډه لاړه شي، خپل ماشوم ېې هېر شي او چې پرې پام ېې شي؛ نو ددې ډېر احتمال وي چې د اور خاشاک به شي.

لکه د تندې او لوږې له لاسه د يوه داسې حال اخيستی حيوان چې هر څه ته په دې نيت ور نږدې کېږي چې ګوندې هغه به ېې د خوراک او څښاک توکي شي او د ژوند وروستۍ شېبې د کمزورۍ په يوه بېل کيف پايي.

دغسې يم، بلکې تر دې هم بدتر يم!

زه د فتنو په تروږمۍ کې مزل کوم، هره شېبه ددې وېره شته چې ژوند، عقېده، عمل او اخلاق مې د سترګو په رپ کې له ځان سره واخلي.

زه نو انسان يم او د انسان په جوړښت کې کمزوري راغلې ده، حقيقت دادی چې په انسانانو کې زه تر ډېرو ښکته يم، مګر بيا هم په دې ډاډ اخلم چې حق ته نږدې يم او که څه هم چې په عملي او اخلاقي لحاظ زه او (حق) سره واټني کېږو، مګر په باور مې حق خوښ دی او همدا مې نا امېدۍ ته نه پرېږدي.

زه نو خلکو ته وعظ کوم، ليکنې کوم، ويناوې لرم، په بنډارونو کې غږېږم او ډېر خلک مې ليکنې لولي او ډېر مې خبرو ته غوږ غوږ وي.

ما ته خلک په ډېر څه قايل دي، ځينې مې د پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) وارث ګڼي او د وراثت د دروند منصب په څېر احترام راته لري، دوی نو ماته که په خپل فکر درنښت راکوي؛ خو ما داسې سوځوي چې ددې سوخت معلومات کېدای شي تر ډېره په خپله دوی ته ونه شي.

ځينې مو په علمي، اخلاقي او عملي لحاظ تر ځان پورته ګڼي، دوی نو د حسن ظن ناروغۍ نيولي چې په مونږ غوندې خلکو هم داسې ګومان کوي، شايد د دوی دغه نېک ګومان مونږ ته ښه شي، مګر دا تصور ېې حتما ناسم دی.

هغوی چې راته په سپېڅلتيا ګوري او زما ناسته ولاړه، راشه درشه د الله تعالی لپاره په مينه پالي، دوی نو د زهرو خرڅلاو ته مخه کړې او په مونږ زهر را شيندي… آاااه، دا درک څه اسانه نه دی! دا څه وړه خبره نه ده چې هغوی مونږ ته د لويانو په نظر ګوري او مونږ لويان څه چې لا واړه هم نه يو.

واړه خو ښه دي، تر ټولو نږدې محسنين پېژني، هغوی چې ورته د ساعت تېرۍ او خوراکي شيان راوړي؛ نو مخالفت ېې په قصد سره نه کوي، مګر زه خو داسې نه يم، په قصد سره مې د يوه داسې چا بيا بيا مخالفت کړی چې د احسانانو شکر ېې لاڅه چې شمېر ېې نه شم کولی.

زه خو تر وړو هم وړوکی يم!

د ځان خبرې او په ځان کې فکر الهي ورکړه ده، مګر سخته ده چې يو څوک دې ځان ته سپين وغږېږي، مونږ خو تل نفس پاللی، د نفس پيروي کوو او د خپل نفس هر امر ته مو لبيک ويلی دی.

زه چې په کومه زمانه کې اوسېږم، د فتنو داسې څپې پکې دي چې په شر القرون توب کې خو د ټولو اتفاق دی، مګر په دې کې کېدای شي لږ څه ټکني شو چې د قيامت هغه تر ټولو نږدې سباوون کېدای شي دا نه وي، بلکې تر دې هم زمانه د فساد په لور روانه ده.

د شپې د تيارو په څېر داسې ګڼې او پرله پسې فتنې چې نن راروانې دي، د ايمان خطره، د عمل او اخلاقو خطره او د ټول ژوند، عزت او نوم خطره پکې موجوده ده.

زه به څوک يم؟! زه خو هيڅ يم! زه د کايناتو په منځ کې دومره کوچنی يم چې که د خپلو همجنسو سره هم ځان پرتله کړم؛ نو خپل کوچني توب راته ډېر ښکاره کېږي، پاتې لا دا چې ځان د کايناتو په منځ کې له لويو حيواناتو او قوي مخلوقاتو سره وګورم.

په زرګونه کسانو کې که انسان ور ګډ شي؛ نو پکې ورکېدای شي، حتی تاسو خپل نږدې ملګری او ورور هم بيا په دومره ګڼه ګوڼه کې په اسانۍ موندلی نه شئ، کله چې دا شمېر بيا په لکونو، ميليونونو او ميلياردونو ته ورسېږي؛ نو بيا خو پکې يو کس څه چې په لسګونو او سلګونو خلک هم ورکېدای شي.

بيا چې کله انسان لږ په دې فکر شي چې تر انسانانو خو پرته نور حيوانات هم شته او تر نورو حيواناتو خو نور کاينات هم شته او کله چې په واقعي توګه څوک په دې اړه فکر وکړي نو پوه به شي چې هغه نو په کايناتو کې څومره کوچنی دی او د الله تعالی د قدرت نمونې څومره سترې دي!

الهي، ستا په مبارکو نومونو درته د عاجزۍ يو سوال کوم چې د خپلې مهربانۍ او لطف له مخې د فتنو په شته لړيو کې د نجات توفيق راکړې.

مونږ ته خلک په ډېره غټه سترګه ګوري، الهي، د دوی دغه کتل مونږ ته بختور کړې او د شهوتونو په دې دنيا کې د شهوتونو له مهاره راته آزادي راکړې او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې راته په ايمان، نېک عمل او عالي اخلاقو استقامت را نصيب کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *