دینې لیکنې

له شريعت سره د يو كلنې ملگرتيا په پلمه ! سعد  كټوازی

له نن۲۳كاله وړاندې ما ليدلې شريعت ورځپاڼه چې لاهم يې يواځي له پېښو خبر ور كاوه، حق ته يې بلنه كوله او يواځي د يو چاپي خبري خپرنيز ارگان په توگه پېژندل كېده؛

له نن۲۳كاله وړاندې ما ليدلې شريعت ورځپاڼه چې لاهم يې يواځي له پېښو خبر ور كاوه، حق ته يې بلنه كوله او يواځي د يو چاپي خبري خپرنيز ارگان په توگه پېژندل كېده؛ په خپله دغه معصومه دوره كې يې خپله هم لا بشپړه جگړه او د جگړې له منځه د انسانيت، افكارو او فرهنگونو ويجاړونكې رسنيزې او تبليغاتي جگړې حيثيت او ډول نه پېژندل، نه يې ښايي د يو دومره ستر گواښ په توگه د هغې شتون اټكل كړی و چې له اسلامي امارت سره د يو سپېڅلي هدف پر لور خپل يون كې دې د امارت سيوری ترې واخلي او هغه ته دې د پای ټكی شي او نه يې هم دا اټكل كړې وه چې په دې سره يې نږدې او لرې راتلونكي مسير هم د همدې له ويجاړيو ډكې جگړې پر وړاندې مبارزې ته بدلېدونكی دی چې يو ناببره پرې د مقابلو رسنيو د تبليغاتو په سيوري كې خونړۍ جنايتكاره جگړه را ورسېده، د اسلامي امارت پر سقوط دا هرڅه رامنځته شول او شريعت له مسير بدلېدو سره سمدستي بڼه-تكتيك-تخنيك هم بدل كړل. اسلامي امارت تيت وپرك شو، نه د هغه او نه د ولس راتلونكی برخليك مالومېده او د درك يواځينۍ سرچينه يې شريعت ورځپاڼه هم اوس د ماضي كيسه گرځېدلې او نه هيلې خوره وه چې يو ناڅاپه يې د مياشتينۍ مجلې په بڼه لومړی څرك ولگېد او ښايي له همدې امله ياده مجله څرك نومول شوې وي. څرك نو بيا پر نوي مسير د شريعت هماغه نوې بڼه، تكتيك او تخنيك و چې لومړی د اسلامي امارت، هېواد، ولس راتلونكي برخليك او اوسنيو پرمختگونو څرك ثابت شو او بيا يې ورته تربسې مبارزې وكړې، د مبارزې هنر يې وپنځاو او همداسې شريعت ورځپاڼې د مجلو او ويبپاڼو په بڼه پر نوي مسير مبارزه روانه وساتله.

په دې مسير كې لومړی د لوست او بيا د ليكنو له لارې مو ملگرتيا ورسره روانه كړه چې خورا ستره نېكمرغي مو وه، خو د بيا ځل فعال نظام په حيث د اسلامي امارت په راتلو نويو شرائطو او ورسره بېرته ورځپاڼې ته د شريعت بڼې بدلون نږدې۳مياشتې وخت ونيو چې دا موده يې په پخوانۍ بڼه مبارزه هم په ټپه ولاړه وه. دا چې تازه له تيت وپرك شتونه(كمېسيونونو)فعال نظام ته د اسلامي امارت حكومتولۍ پرمختگ وكړ او په هماغسې شكل مبارزې په پاليسيو كې لږې پراختيا او د وزارت تر كچې يې لوړولو اړتيا را منځته او غوښتنې ور زياتې كړې وې؛ نو لكه څرنگه چې د پخواني فرهنگي كمېسيون زياتر كاركوونكي اوس د اطلاعات او فرهنگ وزارت پر اړوند ادارو او چارو گمارل و؛ هماغه د فرهنگي كمېسيون بريالۍ او تر دې ځايه په برياليتوب را رسېدلې پاليسۍ د وزارت په چوكاټ كې عيارول هم پكار و، خو د ډېرو نورو لاملونو ترڅنگ د ځينې پخوانيو فرهنگپالو او قلموالو د مبارزې له ډگره په رتبو او دندو پسې وتل، د لازياتو مدني او رسنيزو فعالانو د جلب او جذب پر ځای د پخوانيو له لاسه وركول، د اشغال تپلي رژيم مهال د وزارت بستونو كې د پاتې هغو په وېش او پاشل كېدو سره په پاليسيو پلي كولو او چارو كې همغږي له منځه تلل، د اغېزمنو اشخاصو وړتياوې له پر كار اچولو پرته په يوه دنده كې را ايسارول، د دولتي ادارو مطبوعاتي رياستونو+وياندويانو نه همغږي، د مجلو-ويبپاڼو-واتساپ گروپونو-ټويټر او فيسبوك فعاليتونو درېدل، په مجموع كې يې د كمېسيون مهال رسنيزو پاليسيو او تبليغاتي سيستم له منځه تللو سربېره د هغه پر ځای د وزارت نويو پاليسيو او سيستم نه رامنځته كول او په ټوله كې د نظام په كچه رسنيز او تبليغاتي اړخ او اړوند وزارت ته يې نه پاملرنې په شكل يادې درې مياشتينۍ دمې د شريعت په هغې او دغې دواړو بڼو تبليغاتي مبارزې او د هغې موخې تر پام وړ اغېز لاندې كړې او ډېر زيان يې ورته اړولی دی.

په هر رنگ؛ د اسلامي امارت له واك ته رسېدو ورسته په خپلې پخوانۍ بڼې شريعت سره مو بياهم د تېر كال ليندۍ مياشتې پر۲۷مه ملگرتيا نوې كړه او لومړۍ(په يو نظام كې انډيوال پالنه … تر ټولو گواښونكې بد مرغي !!)ليكنه مې د هغه مهال همدې گواښ ته پر كتو شريعت ورځپاڼې تر كتونكو ورسوله او دې لړۍ مو اوس ملگرتيا يوكلنه كړه. په دې يو كلنه ملگرتيا كې مو تر اوسه پر بېلابېلو ليكنو چې زياتر يې كورنيو وضعيتونو ته پر كتو او په ځانگړې رسنيز او تبليغاتي فعاليتونو ته پر هڅونې او پاملرنې راڅرخي؛ له تقريباً ۶۰ گڼو سره ملگرتيا پاللې. دا چې زموږ ليكنې اغېز لري يا خير؟ څومره اغېزمنې واقع كېږي؟ پېښو او وضعيتونو ته له كومې زاويې گورو؟ اړوند نظرونه مو څومره پر ځای دي؟ كومې نيمگړتياوي لري؟ او…په اړه يې پرېكړه هغوی بايد وكړي چې پكې مخاطب شوي، غوږ يې راته ايښی او گټه يې ترې پورته كړې او نور زما په اړه نه پوهېږي. خو دومره بايد ووايم چې رسنيز او تبليغاتي فعاليت، د هغه انسجام او غښتلتيا او ورته د پخوانيو او هم نويو مبارزينو وروستی چمتو والی دا الهام او احساس راكوي چې په تېر كې يې په اړه موږ باد كړې خاورې او وهلې چيغې به ورسره په ثمر ورسېږي، د لازياتې ښې مبارزې انرژي او روحيه به ترې واخيستلای شو او نور به هم پرې په مبارزينو كې هغه ولوله او انگېزه را ژوندۍ كړو چې پرې تر دې ځايه راغلو، خو بيا پكې راڅخه غفلت وشو او دا دی يو ځل بيا مو يې تر وروستي منزله رسولو هوډ ښودلی
دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *