دینې لیکنېلیکنې

غریب څوک دی!؟

د مفلس په اړه که وغږېږو، نو مفلس په عامه معنی موږ او تاسو هغه چا ته وایوو، چې هېڅ مال او دارایي نه لري، د سهر او بېګاه ډوډۍ ته حیران وي او یو غریب انسان وي ، نو دغه کس ته مفلس وایوو.
خو که د دین له نظره ورته وګورو، په یو حدیث شریف کې مفلس دارنګه تعریف شوی دی.
( یوه ورځ پیغمبر علیه السلام خپلو صحابه کرامو ته وفرمایل: چې مفلس څوک دی؟
صحابوو ورته وفرمایل: چې مفلس هغه څوک دی، چې هیڅ مال او دارايي ونه لري.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: مفلس هغه چا ته ویل کېږي، چې په دنیا کې یې ښه ډېر نېک اعمال کړي وي، خو په څنګ کې یې د خپل مسلمان ورور غیبت کړی وي، حق یې خوړلی وي، تهمت یې پرې لګولی وي او نور… د قیامت په ورځ یې چې کله نېک اعمال راوړل شي، نو هغه اعمال به یې په هغو خلکو ووېشل شي، د کومو خلکو په حق کې یې چې دروغ ویلي وي، غیبت يې کړی وي، تهمت يې لګولی وي او حق یې خوړلی وي، نو اعمال به یې هغوی ته ورکړل شي او یاد کس به تش لاس پاتې شي، دغه کس ته مفلس ویل کېږي او هم دغه کس په رښتیا هم مفلس دی.)یو عالم فرمایي، چې درې کارکوونکي ډېر مفلس او غریب دي.
۱- ښکاري سپی
۲- بخیل انسان
۳- غیبت کوونکی انسان
د ښکار سپی ډېر زیات ځان ستړی کړي؛ خو ښکار بل چا ته نیسي.بخیل انسان ځان د مال په راټولولو ستړی ستومان کړي؛ خو ګټه ترې بل څوک اخلي او نوموړی د خپل بخل له وجې د راټول کړي مال څخه ګټه نشي اخیستی.غیبت کوونکی انسان په دنیا کې ښه ډېر نېک اعمال (تهجد، نوافل، خیرات، زکات) وکړي؛ خو په دنیا کې یې د بل مسلمان ورور غیبت کړی وي، نو د قیامت په ورځ یې ټول نېک اعمال بل چا ته ورکړل شي او نوموړی مفلس/تش لاس پاتې شي. الله جل جلاله مو دې د قیامت په ورځ له مفلسۍ څخه وساتي.

منیرفاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *