بېلابېلې لیکنې

د قرض په اړه یوه مهمه پوښتنه او ځواب یې!

که یو څوک چا ته قرض افغانۍ یا پاکستانۍ کلدارې ورکړي او قرض اخیستونکی بیا خپل قرض په ‌ډالر یا په بله کرنسۍ ادا کوي نو دا کولای شي ؟
یا ورته ووایي : زه تاته اوس قرض پاکستانۍ یا افغانۍ درکوم خو ماته به له نننۍ ورځې له نرخ سره سم بیا ډالر راکوې ، نو ایا دا جایز دی ؟
جواب : ښه او غوره خبره دا ده چې قرض په هماغه کرنسۍ سره ادا کړي چې کومه یې ترې قرض اخیستی وي.
خو که پرته له کوم مخکيني جوړجاړي نه د داوړو په صلاح سره یې قرض په ډالر ادا کړ هېڅ باک نه کوي خو په دې شرط چې د ډالر حساب به د ادا کولو د ورځې په نرخ کوي، نه د قرض د ورځې په نرخ.
درې صورتونه یې د حرمت دي:
لومړی : که چېرې د قرض ورکولو پر مهال یې ورته ویلي و چې افغانۍ یا پاکستانۍ درکوم خو ماته به بیا ډالر راکوې نو دا حرامه او ناروا ده ځکه دا ربا النسیئة صورت جوړېږي، له دې وجې چې په دې کې صرف راغلی ( یوه کرنسۍ په بله کرنسۍ بدله شوه) او په صرف کې شرعي قانون دا دی چې لاس په لاس به وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ( الذهب بالذهب والفضة بالفضة مثلاً بمثل سواء بسواء يداً بيد..)
دویم : چې د قرض په مهال یې سره دا نه وو ویلي چې ما ته به ډالر راکوې خو د قرض د ادا کولو پر مهال سره راضي شول چې ډالر ورکړي خو د قرض د ورځې نرخ یې حساب کړ نه د ادا کولو د ورځې نرخ، نو دا هم ناروا ده. دلیل یې دا حدیث دی عَنْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ : كُنْتُ أَبِيعُ الْإِبِلَ بِالدَّنَانِيرِ [أي مؤجلا] وَآخُذُ الدَّرَاهِمَ ، وَأَبِيعُ بِالدَّرَاهِمِ وَآخُذُ الدَّنَانِيرَ ، فسألت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن ذلك فقال ( لَا بَأْسَ أَنْ تَأْخُذَهَا بِسِعْرِ يَوْمِهَا مَا لَمْ تَفْتَرِقَا وَبَيْنَكُمَا شَيْءٌ)
دریم :
چې د قرض پر مهال یې سره څه نه وو ویلي خو د ادا کولو پر مهال یې سره صلاح وکړه چې ډالر به ورکوي او د همدغې ورځ نرخ یې حساب کړ خو نقصان په کې دا وکړ چې څه روپۍ یې ورکړې او څه یې وځنډولې نو دا هم ناروا او حرام دی.
لکه : یو لاک افغانۍ یا درې لکه پاکستانۍ قرض وې ، د ادا کولو پر مهال یې صلاح راغله چې زر ډالر به راکوې خو پنځه سوه یې ورکړل او پنځه سوه یې سبا یا بلې ورځ ته وځنډول نو دا هم ناروا شوه ځکه لاس په لاس شرط په کې ورک شو.
له فتاوو ژباړه.

مجیب الرحمن عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *