افغانستان

د ماشومانو ژغورنې اداره افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي

د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه

د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي. دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا به خپلې ځينې چارې بېرته پیل کړي. د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپله وینا پاڼه کې لیکلي، د افغان سرپرست حکومت له چارواکو سره تر خبرو وروسته يې د کار کولو ډاډ ترلاسه کړی. د ماشومانو د ژغورنې دغه سازمان ویلي، دا په افغانستان کې د دوی د مرستندویه کارونو خورا کوچنۍ برخه ده او پاتې کارونه به یې تر هغه ځنډېدلي وي چې د ټولو ښځينه همکارانو د کار کولو ډاډ نه وي ورکړل شوی. د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، د افغانستان بشري ناورین لا نور په ژورېدو دی، او د ښځو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره باید د دوی په څېر ادارې کار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *