افغانستان

د مالیې وزارت: د ګوتریش څرګندونې له واقعيته لرې دي

شریعت: د قطر په پلازمېنه (دوحه) کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له لوري د جوړې شوې ۲ورځنۍ غونډې وروسته د یاد سازمان سرمنشي (انتونیو ګوتریش) د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه دا څرګندونې، چې «افغانستان له یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ دئ، (۹۰) سلنه افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي، (۶) میلیونه ماشومان، نارینه او ښځې له قحطۍ سره مخ دي او (۲۸) میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري» کړې دي.
په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د (ګوتریش) دغه څرګندونې له واقیعت څخه لرې او غیرعادلانه بولي او په کلکه یې ردوي.
د مالیې وزارت په څرګند ډول یادونه کوي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي.
په لومړي ځل له بهرني ملاتړ پرته له کورنیو عوایدي سرچینو څخه ملي بودیجه جوړه شوه، د رڼې حکومتولۍ بنسټ کښېښودل شو، په سلګونو زره نارينه او ښځينه دولتي کارکوونکو ته تر نن ورځې پورې پر ټاکلي وخت معاشونه ورکول کېږي، په پراختیایي برخه کې مهمې اقتصادي پروژې په کم پرمختیايي لګښت پیل شوې، زرګونه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې، سوداګرۍ او پانګوونې ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې، د وارداتو، صاردارتو او ټرانزیټ کچه لوړه شوې، د کورنیو توليداتو د هڅونې لپاره د پام وړ اقدامات تر سره شوي او په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو له لوري پانګوونې شوي، یادو ټولو اقتصادي تعاملاتو د افغانستان اقتصادي وضعیت یو مثبت لوري ته سوق کړي، چې څرګندې بېلګې يې په دې وروستیو کې نړیوال بانک او د روڼتیا نړیوال سازمان هم وړاندې کړي دي.
سره له دې، چې د افغانستان ملي شتمني په ظالمانه ډول کنګل شوې، بانکي سکټور ته ستونزې جوړې شوې، خو بیا هم د افغانستان اسلامي امارت د بریالیو اقتصادي تګلارو پر مټ د افغانۍ پولي ارزښت ساتل شوی، بانکي سکټور په ملي کچه د پام وړ پرمختګونه لري او افغانانو ته اړین خدمات وړاندې کوي.
مالیې وزارت په ټولو نړیوالو سازمانونو ږغ کوي، تر څو د افغانستان روان وضعیت په دقیق ډول او پر حقايقو ولاړ تحلیل کړي او په تړاو یې دوی ته متوجه مسؤلیتونه په بې پرې ډول سرته ورسوي، تر څو دوه اړخیزو مثبتو اړیکو ته زمینه برابره شي او د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په سمه توګه رسېدنه وشي.
په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو په وړاندي د نړیوالو سازمانونه ستر مسؤلیت دا دی، چې د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو او پر بانکي سکټور د غیر مشروع بندیزونو د لیري کولو لپاره په بې پرې او عملي توګه اقدامات ترسره کړي او نړۍ دې ته وهڅوي تر څو د رامنځته شوو فرصتونه څخه په ګټي اخیستني سره، په اقتصادي برخو کې مستقیمو دوه اړخیزو مثبتو تعاملاتو د رامنځته کېدلو لپاره عملي اقدامات وکړي، د بشري مرستو تر څنګ پراختيايي مرستې هم شروع کړي؛ تر څو د افغانستان اقتصادي وضعیت لا بهتر شي او د افغانانو شته اقتصادي ستونزو ته په ګډه د پای ټکی کېښودل شي.
افغانان دا وړتیا لري، چي پر خپلو پښو ودرېږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *