دینې لیکنې

د مدينې پر لور لسمه برخه 

اقبال وايې: مسلمان که څه هم له شاهي شأن او شوکت څخه بې برخې دى خو وجدان، ضمير او فکر يې شاهي دى چې که د لنډې مودې لپاره خپل مقام ته ورسيږي د دومره واک څښتن به شي چې څوک يې د مقابلې وس ونلري.
مسلمان گرچه بی‌خیل و سپاهی است
ضمیر او ضمیر پادشاهی است
اگر او را مقامش باز بخشند
جمال او جلال بی‌پناهی است
له دى وروسته اقبال ځان ته راغبرګيږي، خپل کيسه کوي او وايې: زه د خپلې زمانې او ټولنې سره په يوې خونړى جګړې کې ښکيل يم.
گهی افتم گهی مستانه خیزم
چه خون بی‌تیغ و شمشیری بریزم!
نگاه التفاتی بر سر بام
که من با عصر خویش اندر ستیزم
په دى کې شک نشته چې اقبال په خپل ټول ژوند کې له خپلې زمانې سره په جګړه بوخت ٶ؛ د غرب له تمدن او مادي فلسفې څخه يې انکار کاوه، تل به يې پرې انتقادونه کول، مبارزې ته به يې راباله، په غيرت، ميړانې او پوهنه يې د هغوى بطلان او جعلي توب ثابتول او له مکارې څهرې نه يې پرده پورته کول. هغه په حقيقت کې د نوي نسل مربّي، پر الله تعالى باندې متوکل او مٶمن، پر خپل شخصيت او اسلام باندې ډاډمن او له مادي نظامونو او فکري سيسټمونو څخه يې منکر ٶ. دا يې حق ٶ چې ووايې:
چو رومی در حرم دادم آذان من
از او آموختم اسرار جان من
به دور فتنه‌ی عصر کهن، او
به دور فتنه‌ی عصر روان، من
محمد اقبال له غربي زده کړو سره د خپل مخالفت، له دام څخه يې روغ راوتل او د خپل عقيدې، ايمان او خصوصياتو يادونه کوي او وايې: زه لکه هغه مارغه چې د ښکاري جال کې ولويږي، دانه وخوري او بيرته روغ بهر شي همداسې د غربي علومو له دام څخه روغ راووتم.
طلسم عصر حاضر را شکستم
ربودم دانه و دامش گسستم
خدا داند که مانند براهیم
به نار او چه بی پروا نشستم
وروسته د اروپا په سترو ښارونو کې د خپل ژوند تېرولو اړوند بحث کوي؛ هغسې ځايونه چې ده له بې ارواوو کتابونو، فلسفې بحثونو، فتنه يېزو ښکلاوو او مظاهرو پرته نور څه پکې ليدلى نه دي. په همدې تړاو وايې:
به افرنگی‌ بتان دل باختم من
ز تاب دیریان بگداختم من
چنان از خویشتن بیگانه بودم
چو دیدم خویش را نشناختم من
هغه په زغرده وايې: زما د ژوند تر ټولو تورې او بدمرغې ورځې هغه وى چې زه د غربي پوهانو او فلاسفه‌و تر څنګ ناست وم.
می از می‌خانه مغرب چشیدم
به جان من که درد سر خریدم
نشستم با نکویان فرنگی
از آن بی‌سوزتر روزی ندیدم
وروسته وايې: اى د الله تعالى رسوله! د سوال کچکول مې تر تا راوړى دى ځکه د غربي پوهانو او فلسفيانو لوست مې په سر درد راولاړ کړ او ما د مينې او ايمان په لمن کې لوبې کړى دي نو ځکه مې روحي تنده له محبت او عاطفې پرته بل څه نه خړوبوي.
فقیرم از تو خواهم هر چه خواهم
دل کوهی خراش از برگ کاهم
مرا درس حکیمان درد سر داد
که من‌ پرورده‌ی فیض نگاهم
دلته اقبال د خبرو لور مخ پر هغه کسانو ګرځوي چې د علم او دين د استازيتوب نارې وهي، د يادو کسانو په اړه وايې: دا ډله هم له مينې، عاطفې او داخلي سوز څخه محرومه ده يوازې يې په وچو ظاهري علومو او د اصطلاحاتو په بازار تودولو زړه ښه کړى دى. هغه په خورا بليغ ډول يادو کسانو ته د حجاز له ريګو سره تشبيه ورکوي او وايې: د حجاز د ريګو ارزښت د بيت الله او زمزم له امله زيات دى که ياد شيان پکې نه وي نو سوځنده دښتونه او وچ غرونه څه ګټه لري؟ همدارنګه ديني چارپوهان که هر څومره زياته پوهنه، روانه ژبه او تېز عقل ولري خو که په سترګو کې يې د محبت اوښکې او په زړه کې يې د دين غم نه وي، فقيران او مفلس دي.
دل ملا گرفتار غمی نیست
نگاهی هست در چشمش نمی نیست
از آن بگریستم از مکتب او
که در ریگ حجازش زمزمی نیست
له دى وروسته مخ پر ځان راغبرګيږي او وايې: ما هېڅ کله خپل وجدان په چا پلورلى نه دى، د ستونزو په حل کې مې له چا مرسته غوښتى نه ده او له الله تعالى پرته مې په هېڅ چا اعتماد نه دى کړى.
دل خود را به دست کس ندادم
گره از روی کار خود گشادم
به غیر الله کردم تکیه یک بار
دو صد بار از مقام خود فتادم
نور بـيا …

 ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *