ټولنه اوکلتور

ځینې خبرې وژونکې وي

په الله قسم، کله ناکله مې زړه سخت درد وکړي او پرې، پرې شي. په تېره بیا د اختر په ورځو کې، کله چې یو خړ پړ ګګر سری یتیم ووینم. بیا نو خپل احساسات کنټرولول راته ډېر سخت وي، بې اختیاره مې له سترګو اوښکې روانې شي.
یو ملګري راته کیسه کړه، چې د کوچني اختر په ورځ د یوې هديرې تر څنګ تېرېدم، ګورم چې یوه ماشومه انجلۍ د یوه قبر سر ته ولاړه ده، د حال معلومولو لپاره ورنږدې شوم، چې ګورم دا ماشومه انجلۍ په خپله معصومه ژبه، په داسې حال کې چې له سترګو یې د ملغلرو په سېر اوښکې روانې وې، یاد قبر ته داسې ویل:
پلار جانه! دا دویم اختر دی، چې زه نوي کالي، بنګړي، ټیکری او څپلۍ نه لرم.
پلاره پورته شه! بل اختر ته زه خامخا نوي کالي او بنګړي درڅخه غواړم.
پلارجانه! زما خبرې اورې؟ ولې جواب نه راکوې؟
نن خو د اختر ورځ ده، د کلي ټولو نجونو ښه نوي کالي او بنګړي اچولي وو، ماته یي ویل، ستا ولې کالي او بنګړي زاړه دي، نوي نه لرې؟
ورشه! مور او پلار ته دې ووایه، چي نوي بنګړي درته واخلي.
مور ته مې څو ځله وویل؛ خو هغه یي نه راته راوړي. هر وخت راته وایي چي پلارجان دې تللی، تا ته به د اختر سودا راوړي؛ خو ته دلته بې غمه ویده یې!
پلارجانه اورې! زر کوه راولاړ شه او ماته د اختر سامان واخله، ما پورې مې ملګرې او همزولې
خاندي، زر کوه راولاړ شه! همدا خبرې یې تکرارولې او په سلګیو کې به یې غږ ورک شو.
د ملګري کیسه لا ختمه نه وه، چې په ما کې د اورېدو طاقت ختم شو او بې اختیاره مې په چیغو، چیغو وژل. ګورئ ملګرو! دا یوه خیالي کیسه نه ده، زموږ هېواد کې په زرګونو داسې یتیمان شته، چې مورانې یې په همدې خبرو، پلار به مو راتلونکي اختر ته راشي او تاسو ته به د اختر سودا واخلي، د هغوی ژړا بندوي او د پلار د راتلو په طمعه یې ویده کوي.
زما د امارت له مشرانو، ډلګۍ مشرانو او نورو مجاهدینو څخه یوه هیله ده، چې د شهیدانو کورنۍ هېرې نه کړئ. د هغوی زاړه مور او پلار هېر نه کړئ. هغه شهیدان ملګري مو هېر نه کړئ، کومو چې د دې هېواد او اسلامي نظام قایمولو لپاره خپل ځانونه قربان کړل.
هر ډلګی مشر او هر مجاهد دې د هغو شهیدانو کورنو ته ورشي کوم، چې له دوی سره په یو سنګر کې، د دوی تر امر لاندې جنګېدل.
که مو مالي وس کېده، د شهید بچي ته یو څه درسره واخلۍ، کنه د شهیدانو بچیان دومره بې غیرته نه دي، چې د چا مال ته سترګې ونیسي، ستاسو له مال او موادو وروړلو څخه په دې ډېر خوشحالیږي، چې د پلار د سنګر ملګری یې کور ته د پوښتنې لپاره ورشي.
علماء فرمایي، چا چې د یتیم په سر د شفقت او مهربانۍ لاس کش کړ، څومره وېښته چې د نوموړي د لاس لاندې راشي، همدومره نېکیانې به الله جل جلاله ورته ورکړي.
په اخېره کې له ټولو لوستونکو وروڼو څخه یوه هیله کوم د شهیدانو په حق کې لاسونه پورته کړئ او د زړه له صدقه ورته دعا وکړئ. الله جل جلاله دې موږ او تاسو هم د قیامت په ورځ د شهیدانو په صف کې راولاړ کړي. امین

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *