افغانستان

د وچې مېوې صادراتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی

بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې صادراتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی. د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې په صادراتو کې د زیاتوالي خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې تېر لمریز کال کې د ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچه مېوه بهرنیو هېوادونو لکه، هند، چین، پاکستان، سعودي، متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته صادره شوې چې نظر تېر ته ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي. له بل لوري بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو ډېرېدل د وچې مېوې د صادراتو کچې په لوړېدو کې مهم ګڼي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *