افغانستان

د ټاپي پروژې په اړه اسلام آباد کې غونډه جوړيږي

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې نن دوشنبه او سې شنبه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګاز پایپ‌لاین یا ټاپي پر سر په اسلام آباد کې خبرې کېږي. «بزنېس ریکارډر» ورځپاڼې پاکستان ته د ترکمنستان د سفارت د سرچینو له قوله لیکلي چې دا پرېکړه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په اسلام آباد کې د ترکمنستان د سفارت او د پاکستان د انرژۍ د وزیر تر منځ غونډه کې د دغې پروژې د تخنيکي کارډلې د کار پر دوام د هوکړې پر مهال شوې وه. ورځپاڼې د سرچینو له قوله لیکلي چې که هند

په ټاپي کې ګډون ولري یا نه پاکستان پکې ګډون ته لېواله دی ځکه چې افغانستان د دغې پروژې لپاره د ځواک موندلو ته چمتووالی ښودلی. ترکمنستان هم غواړي چې د دغې پروژې کار مخکې لاړ شي. سرچینو ویلي چې که هند له دغې پروژې وځي پاکستان يې د ونډې پېرلو ته چمتووالی ښودلی. د سرچينې له قوله چې د دغه پایپ‌لاین عاید به د افغانستان د کلنۍ بودجې له اتیا تر ۸۵ سلنې برخه پوره کړي نو ځکه يې د امنیت ډاډمنول افغانانو ته حیاتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *