د پاکستان لومړي وزير ډاکټر عارف علوي ويلي چې د تر وخت مخکې ټاکنو کېدل د پاکستان په خير دي. علوي په لاهور کې د خبريالانو يوې غونډې ته ويلي چې د تفاهم او ګډ پوهاوي له لارې د ټاکنو په کېدو کې څه ستونزه نشته. ولسمشر دغه راز د پوځ لپاره د نوي مشر د ټاکلو په موخه پر پيل شويو سلا مشورو هم غبرګون ښودلی دی. هغه ويلي چې که څه هم د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره سلا مشورې قانوني بنسټ نه لري خو ټينګار يې کړی چې که په دې اړه سلا مشورې هم وشي ستونزه نه لري. تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف خبر ورکړی و چې د پوځ د نوي مشر د ټاکل کېدو لپاه سلا مشورې پيل شوې خو د تحريک انصاف مشر عمران خان تور پورې کړی چې د پوځ مشري د پاکستان د ملي امنيت مهمه څوکۍ ده چې په وينا يې اوس يې مسوول له هېواده بهر په لندن کې ټاکل کيږي. په ورته مهال تحريک انصاف ګوند د تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کوي خو د مسلم ليګ نون په مشرۍ حکومت يې غوښتنه نه مني. عمران خان پر حکومت د خپلې غوښتنې د منلو لپاره پراخ لاريونونه پيل کړي دي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
Related Articles
Check Also
Close