افغانستاناقتصاد او رغونه

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د فرعي سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ د دغه ښار په اوومه ناحیه کې د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغې پروژې چارې UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې. په دغه پروژه کې د ٩٧٨ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په سور د فرعي سړکونو جوړول شامل دي، چې د چهلستون عمومي سړک د پدولې له اصلي سړک سره نښلوي.
د دغه سړک په جوړیدو سره به د اړوندو سیمو د اوسېدونکو د خټو او دوړو د شتون ستونزه حل او دوی ته به ښه ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *