مقالی اوتبصرې

د کانونو په برخه کې هرډول پانګونه د هېواد اقتصاد پیاوړی کوي

شاه محمود درویش
زمونږ ګران هېواد سرلوړی افغانستان واقعاً د طبیعی زېرمو له پلوه یوغني ملک دی چې له دغه پاک الله (ج) راکړیو زېرمو څخه باید د ملي شتمنیو په توګه استفاده وشي، نه داچې په غیر قانوني توګه استخراج او دیو څو تنو له خوا یوازې د ځان په ګټه ترېنه کار واخېستل شي، لکه څنګه چې په تیرو کلونو کې د هیواد په ځینو ساحو کې د یوشمیر خود غرضو افرادو او اشخاصو (زورواکو) له خوا ځینې کانونه او ځمکنۍ زېرمې په ناسمه او غیرقانوني توګه را ویستل شوي او یوازې یې د ځان په ګټه ترې استفاده کړې، خو لاهم د هېواد په بیلابیلو برخوکې ځمکنۍ زیرمې پرخپل حال پرتې دي چې په دې اړوند د اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو جدي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا شته ترهغو چې دغه بهیر ته په هراړخیزه توګه د خپلو کاري لومړیتوبونو په سرکې ځای ورکړي او له دغه شتمنیو څخه په سمه او معقوله توګه ګټه واخیستل شي ترڅو له امله یې د هیواد له پښو غورځیدلی او کمزوری اقتصاد هم وده وکړي او لاپیاوړی شي ، دا واقعیت دی چې اوس مهال په زیاته کچه د اسلامي امارت بودجه ددې جوګه نه ده چې په هراړخیزه توګه په سترو او کوچنیو پروژو کار پیل کړي خو دغه چارې د اسلامی امارت ترڅنګ د خصوصي پانګې اچونو په مرسته هم ترسره کیدای شي ، بناً دې کارته باید پانګوال راجلب شي چې د ګڼو طبیعي زیرمو په راایستلو، د صنعتي فابریکو په جوړولو او بیارغاونې کار پیل کړي ، له شک پرته چې په داسې بنسټیزو پروژو کې د کارپیل به مثبتې او ګټورې پایلې ولري ځکه هم به بیکاره هیوادوالو ته دکار زمینه او ښه شرایط برابرشي او هم به ددغه راز طبیعی زیرمو را ایستل دهېواد د اقتصاد په وده او پرمختیا کې ښې او ګټورې اغېزې ولري خوشرط دادی چې ټولې چارې یې باید په بشپړصداقت او روڼتیا پرمخ لاړې شي .
د یادداښت وړده له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د کانونواوپترولیم وزارت سرپرست له قوله داسې ویل شوي دي: دهیواد په ټولو ولایتونو کې دکوچنیو او لویو کانونو د سروې او بلاک بندي لړۍ پیل شوې چې په مسلکي استخراج او پروسس سره به یې اقتصادي پرځان بساینې او صنعتي کیدوته لاره هواره شي.
نوموړي داهم ویلي چې په تیر کال کې د ۸۰ کوچنیو کانونو د استخراج لپاره کورنیو شرکتونو ته قراردادونه ورکړل شوي دي ، د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، افغانستان ۱۴۰۰ پیژندل شوي کانونه لري او د مارکیټ واچ د اطلاعاتو پربنسټ ارزښت یې هم (۱۱) اعشاریه (۵) ترېلیونه ډالره اټکل شوی دی.
ددې ټکی یادونه هم ضروري ده، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې که چېری واقعاً په هراړخیزه توگه کورنی پانگه وال په بیلا بیلو برخو کې په کې پانگونی وکړي نو اړوندو لورو ته به هم بی له شکه چې بی گټې نه وي ، ځکه چې افغانستان ډیرښه امکانات لري، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه ، طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخېستل شي چې په دې برخه کې واقعاً د اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دیته وهڅوی چې په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړی خو د اسلامی امارت د اړوندو ارګانونو دنده اومسولیت هم دی لکه څنگه چې مخکې مو یادونه وکړه، دامنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښې آسانتیاوې ، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی . داهم یوڅرگند واقعیت دی که بهرنی مرستندویه بنسټونه د نورو مرستو پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږی ، ځکه له یوپلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی ، له بل پلوه هېواد والو ته په هېواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهېواد او هېوادوالو داقتصادی پرمختګ سبب کېږی ، نواړینه ده چې افغان پتمن ولس باید په هراړخیزه توگه له اسلامی امارت سره همکاراومرستندوې و اوسی ترهغه چې اسلامي امارت وشي کولای د ولس په پراخه همکاری او ملاتړ په هیواد کې د ډاډمن امنېت دټینگښت ترڅنگ دهېواد د کاني زیرمو دسالم استخراج ، داقتصادی بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه توگه تطبیق کړي اوپه دی توگه په پایله کې دگران هېواد دپرمختګ او قدرمنو هېوادوالو دهراړخیزې هوساینې سبب شي اودمګړۍ چې ګران هیوادوال له کوموستونزو سره مخامخ دی بې له شکه چې دغه ستونزی یوازی اویوازی دهېواد دملی اقتصاد د ودې اوپرمختګ په پایله کې سمښت موندلی شی اوبس، پردي بنسټ دالازمي برېښي چې دهېواد د ملی اقتصاد د ودی او پرمختګ له پاره افغان غیرتي ولس په ګډه د هراړخېزې همکارۍ له مخي لاس په کارشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *