افغانستان

د کندهار میانکو چکډیم هم اورښتونو ډک کړی

په کندهار کې د میانکو چکډیم له سیلابي اوبو ډک شو د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو چیکډیم له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ میانکو چکډیم څه وخت مخکې د یو‌این‌ډي‌پي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو. د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا چکډیم ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده. ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو  ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *