افغانستاناقتصاد او رغونه

د کندهار ولایت د سمنټو پروژې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت، د کندهار ولایت د سمنټو پروژې د قرارداد د لاسلیک خبر ورکړ.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د کندهار ولایت د شور اندام سمنټو پروژې تړون، پرون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د احمد نبی‌زاده شرکت د رئیس له لوري لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کندهار د شوراندام سمنټو پروژه د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اکتشاف، استخراج او پروسس په پړاو کې ده، چې کلنی تولید یې شاوخوا یو میلیون ټنه سمنټو ته رسېږي.د يادونې وړ ده چې په دې پروژه کې به پنځه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *