افغانستان

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له دریو موسسو سره تړونونه لاسلیک کړل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد له لوري له دریو موسسو سره د ۵ میلیونه، ۱۴۰ زره او ۴۱ ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.
د دغه وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړونونه د یاد وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد له خوا د ACHRO، APWDO او VOPOHA موسسو له استازو سره په غونډه کې لاسلیک شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو تړونونو له مخې؛ به یادې موسسې په کابل، پروان، کاپيسا، لوګر، باميان، بلخ، سرپل، بغلان، کندز، فارياب، تخار، جوزجان، سمنګان او بدخشان ولايتونو کې ۸ زره او ۸۱۸ کورنيو سره د ښوونځيو، د څښاک اوبو د زېرمو جوړولو، ګل خانو، سرپناه، حرفوي زده کړو او د لمريزې برېښنا د تختو په برخه کې مرستې کوي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د دغه وزارت له لوري له بېلابېلو موسسو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *