افغانستان

د ۱۷ ولایتونو د پوهنې رئیسانو هڅې وستایل شوې

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا تیره ورځ د هېواد د ۱۷ ولايتونو د پوهنې له رئیسانو سره وکتل.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا د پوهنې ولايتي رئیسانو ته ښه راغلاست ووایه او په تعليمي ډګر کې يې د دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وستایلې.
ورپسې د پوهنې ولايتي رئیسانو په نوبت سره خپلې غوښتنې او وړانديزونه له مولوي حبیب الله آغا سره شريک کړل او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به خپل مسوولیت او رسالت ته چې هغه د هېواد د بچيانو سالمه ښوونه او روزنه ده، ژمن پاتې کېږي.
د دغه کتنې په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست د دوی غوښتنې معقولې وبللې او د پوره کولو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *