افغانستان

روزګان، کونړ، پنجشېر، لغمان او غور ولایتونو کې سېلابونو خلک زیانمن کړي

د روزګان، کونړ، پنجشېر او غور چارواکو په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.
د روزګان د طبعي پېښو پر وړاندی د چمتوالي رئیس ملا عبدالله خالد باختر اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله درې ماشومان سېلابونو وړي او همداراز د چنارتو ولسوالۍ اړوند شفلوغ سیمه کې د خلکو له لوري جوړ شوی یو چکډم هم تخریب شوی او ځینې برخې یې اوبو وړې دي.
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، چې د دغه ولایت په تولک، ساغر ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله یو شمېر هستوګنیز کورنه ویجاړ شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
په همدې حال کې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې مدير احسان ویلي، چې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلا بونو له کبله لسګونه کورونه نړېدلي او د یوې بانډې د راپرېوتو له کبله د ۷۰ څارویو د تلف کېدو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
هغه زیاته کړې، چې د شېګل ولسوالۍ په ګلايي سیمه کې د یوه کور د ړنګېدو له کبله دوه کسان ټپیان شوي، چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشېر ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس محب الله جاهد ویلي چې په حصه اول ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتو له کبله درې هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي او په عنابه ولسوالۍ کې د یوه سړک د تخریبېدو ترڅنګ د برېښنا یو کوچنی بند هم ویجاړ شوی دی.
زیات باران او سیلابونو په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس قاري خیرمحمد غازي د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله د زیانونو اوښتو خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال د لغمان په مرکز او پینځه ګونو ولسوالیو کې باران او ځینو سیمو کې واوره ورېږي چې له امله یې مختلفو سیمو کې ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۳۰ هستوګنیز کورنه ویجاړ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *