افغانستان

زابل کې۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړېږي

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز کلات په ګډون یې په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۶ داسې سیمې په ګوته کړي, چې خلک یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وایي، چې د مرکز کلات په ګډون یې لرې پرتو ولسوالیو کې ۵۶ سپینې سیمې په ګوته کړي، چې ورته د یو.ان.اېف.اې ادارې له لوري لس روغتیايي مرکزونه مظور شوي او ژر به فعال شي.
افغان زیاته کړه، چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې یې هڅه روانې کړي، چې تر دې دمه توانېدلي ولایتي روغتون ته د ۴ متخصصینو منظوري واخلي او دا روغتون له ۱۵۰ بستره څخه ۲۵۰ بسترو ته لوړ کړي، چې له وزارت مقام څخه یې منظوري اخیستل شوې او پر نورو چارو یې کار روان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *