زابل کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د زابل کرېکټ امريت خبر ورکوي چې د څلورو ولايتونو ترمنځ کې د شل اورونو اوه ورځنۍ سيالۍ پيل کړې چې هدف يې په ولايتي او ملي کچه د زابل ښه تصوير وړاندې کول او د کرکټ لوبغاړو ظرفيت لوړونه ده.د زابل کرکټ امر محبوب محبت باختر اژانس ته وويل، دا سيالۍ شل اوريزه دي اوه ورځې به دوام وکړي، چې د هرات، هلمند غزني او زابل ولايتونو لوبډلې پکښې ګډون لري.هغه وويل له دې لوبو يې هدف د افغانستان ښه انځور وړاندې کول او همدرانګه په ولايتي کچه د کرکټ برخې ته پاملرنه او د ځوانو لوبغاړو ظرفيت لوړونه ده.يو شمېر لوبغاړو د دې لوبو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ چې دا لوبې کولاي شي د ځوانو کرکټ استعدادنو د غوړونې برخه کې موثرې تمامې شي.لوبغالي ته راغليو زرګونو مينوالو په خپلو شور سره لوبغاړي بدرګه کول دوي وويل لومړي د سولې او امن اختر دي او ډيري مهمې کرکټ سيالۍ جوړې شوې چې دوي پکښې ګډون کوي