بېلابېلې لیکنې

زما نظر دا ادې ؛ سالمزی

زمانظر دادې چې که موږ غواړو میلیونونو افغاني مجاهدینو په قربانیو ګټل شوې آزادي او حریت وساتونو باید او حتماً د ملت غوښتنې بابيزه ونه ګنو خپل اتل او میړني ملت ته غیږ پرانیزو کله چې نظام او ملت پخپلو کې سره

زمانظر دادې چې که موږ غواړو میلیونونو افغاني مجاهدینو په قربانیو ګټل شوې آزادي او حریت وساتونو باید او حتماً د ملت غوښتنې بابيزه ونه ګنو خپل اتل او میړني ملت ته غیږ پرانیزو کله چې نظام او ملت پخپلو کې سره متحد اویو موټی وي نو دنړۍ هیڅ ځواک نشي کولی هغوي مات کړي کله چې مود واحد ملت په توګه دنیاوالوته خپل یووالی څرګند کړنو بیا هیڅوک نشي کولی زموږ په کورنیو چاروکې د مداخلې جرات او جسارت ولري لکه چې پښتو متل دی په زور کلي نه کیږي او د خلکو په زړونو حکومت کول د حاکمیت د دوام معنی لري نو پکار ده چې د شرقي او غربي استعمار او استکبار نه د خلاصون او نجات یواځینۍ لار زموږ وحدت اویووالی دي لکه چې وایې د بري راز په  یووالی کې نغښتی دی د دنیا د هر استعماري ا و یرغلګر ځواک په وړاندې زموږ سره د مبارزې او معرکې په ډګر کې دهمدغه غیرتي او اتل ملت همکارې وه چې موږ یې د بریاتر ددشل راورسولو نړیوال ا ستکبار لګیا دي پخپلو مذبوهانه هلوځلو او د خپلو روزل شویو ایجنټانو په مټ د نظام او ملت په منځ کې په غیر مستقیم ډول داسي نقشې او طرحې کار وي چې د ولس او حکومت ترمنځ فاصله پیدا کړي او به خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي موږ باید د تیرو ترخو تجربو د تکرار مخه ونیسو او پداسی لارو چاروغورو کړو چې د ملت اوحکومت ترمنځ واټن ایجاد نشي د ښوونې اوروزنې په برخه کې داسي اقدامات وکړو چې د زده کړو په کیفیت کې لوړوالی اوښه والی راشي او خپل راتلونکی نسل داسي وروزو چې بیا هیڅوک په هیڅ ډګر کې زموږ له ناپوهۍ ګټه پورته نکړي موږ پخپلو کې یو په بل و نه وهي او باالاخیره یوبل فرهنګي او نظامي یرغل ته لار جوړه نشي موږ باید د هر ښکیلالګر او دهغوی د پوځي وسایلو د مقابلې توان ولرو او دهر استعماري هیواد په وړاندې ددې وړتیا ولرو چې دهغوی د فرهنګی یرغل په لومو کې ښکیل نشو نودا ټول هغه څه دي چې بې له پوهې يې نشو ترلاسه کولی پکار ده داسي  شرایط برابر کړو چې زموږ هر هیوادوال په ډاډه زړه په  غیرله کوم تشویش څخه خپل اولادونه زده کړو ته ولیږي دوخت څخه اعظمي ګټه واخلي وخت لکه سره زردی دوخت په ارزښت پوهه او  دغه دنیا چې د مسلمانانو لپاره د ازمايښت یوډګر دی او د امتحان او ازموينې پدغه ډګر کې له نورو څخه وروسته پاتي نشو او عبس خپل وخت ضایع نکړو لکه چې ما د خپل شعر په یوه بیت کې ویلي دي ترڅو به دړندو په څیر د نورو په اوږوځو!

پخپله نورې سترګې غړول غواړي ملګرو

د نړۍ د پرمختللو هیوادونو د پرمختګ او ترقۍ  عوامل مطالعه کړو او د خپل هیواد په پرمختګ او ترقۍ کې تري ګټه واخلو ترڅو پدې ترتیب موږ هم د نړۍ د پر مختللي کاروان سره دسیالۍ جوګه شو پدې اړه غواړم د مسولینو پاملرنه  را جلب کړم چې نور دې لاس ترغوږونه کینی او پدې اړه دې کوټلي او جدي قدمونه واخلي لکه چې عبدالرحمن بابا وایې

ترورخ تیرې او به بیرته نه جارؤځي!

نه جار اوځي تیر ساعت په بیرته بیا

تیر ساعت په مثال مړي  لحد دی!

مړی چا دی ژوندی کړی په ژړا

لکه چې وایې په کومو رګونو کې چې وینه وچه شي او د قربانۍ جذبه ونلري نو هلته بیا اوښکې تویول هیڅ معنی نلري

نوموږ باید دهیواد خپلواکي هم وساتو د قربانۍ او محبوب وطن او میړني ملت د پرمختګ فکر هم ولرو او دا زموږ انساني او اسلامي مسولیت دی ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button