بېلابېلې لیکنې

فکـري جګـړه ولـې مهمـه ده؟!

په دې کې شک نشته، چې د انسان هره کړنه د هغه له فکر څخه سرچينه اخلي. لومړۍ پرې ذهن فيصله کوي او بيا د بدن نورو اعضاؤ ته د اقدام حکم کيږي. نو له همدې امله ويلای شو،

په دې کې شک نشته، چې د انسان هره کړنه د هغه له فکر څخه سرچينه اخلي. لومړۍ پرې ذهن فيصله کوي او بيا د بدن نورو اعضاؤ ته د اقدام حکم کيږي. نو له همدې امله ويلای شو، چې نظامي جګړه هم له فکري جګړې سرچينه اخلي، کله چې فکر جګړې ته اماده شي، نو عملاً جګړه پيښيږي. هغه څوک چې په فکري جګړه کې بريالي وي، هغوی به په نظامي ډګر کې هم بريالي وي.

کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په پيغمبري مبعوث شو، نو د اسلام په ابتداء کې ديارلس کاله يوازې د يقين پر پخولو خواري وشوه، تر دې چې د مسلمانانو شمېر هم زيات شو او د مشرکينو له خوا د مختلفو تکليفونو په ګاللو سره يې عقيده هم ښه پخه شوه او هر ډول سختۍ ته اماده شول، بيا الله تعالی د هجرت او وروسته د جهاد اجازه ورکړه. يعنې له مخامخ ټکر څخه وړاندې د خپلو افرادو فکري روزنه لازمي ده.

همداراز؛ تر هغه راروروسته په ټولو جنګونو کې مسلمانان له همدې امله کامياب شوي، چې مورال يې لوړ ؤ، عقيده يې پخه وه او داعيه يې بر حقه وه.

تاريخ ثابته کړې، کفار هيڅکله پر مسلمانانو باندې په نظامي ډګر کې نه دي کامياب شوي، ځکه مسلمانان د يو يقين او ثابتې عقيدې پر اساس جنګيږي او شهادت يې ستر ارمان وي، خو کفار هيڅ انګېزه، عقيده او مورال نه لري، هغوی مرګ څخه ډېره بده مني او داسې څه نه لري چې خلک پرې قانع کړي.

خو بيا هم کفار همېشه هڅه کوي، چې د خپلو درواغجنو تبليغاتو له لارې د اسلام او مسلمانانو په اړه افکار تخريب کړي. هر پېغمبر پسې به کفارو درواغ او بهتانونه تړل، مسخرې به يې پرې کولې او بد رد به يې ورته ويل، رسول الله صلي الله عليه وسلم پسې به هم په مکه کې ابولهب، ابوجهل، عتبه، وليد، اميه او د مشرکينو نورو سردارانو او په مدينه کې يهودو او منافقينو بد رد ويل، د ساحر، لېوني، درواغجن او په نورو بدو نومونو به يې ياداوه. دا ځکه چې هغوی سره د اسلام د مقدس دين پر خلاف هيڅ دليل نه ؤ، نو فقط همدا درواغ ور پاتې وو. خو ورځ تر بلې د اسلام دايره پراخيده او د دوی تبليغاتو هيڅ ځای نه نيوه. جګړې پيل شوې او د جګړو په ډګر کې هم مسلمانان کامياب وو، د اسلام دايره پراخه شوه او کفار هر  ځای له شرمنده ماتو سره مخ وو.

له همدغو پرلپسې شکستونو وروسته، کفارو فيصله وکړه، چې په نظامي ډګر کې د مسلمانانو ماتول نا ممکن دي، بايد د هغوی پر وړاندې فکري جګړې ته نور هم زور ورکړي. فکري جګړه ډېرې برخې لري، کفارو به د مسلمانانو د بې لارې کولو لپاره د مسلمانانو سيمو ته خپلې روزل شوې نجونې رالېږلې، مسلمان ځوانان به يې په نشو او بد اخلاقيو روږدي کول، د اسلامي امت تر منځ د اختلافاتو خپرولو او د اسلامي نظام پاشلو او تقسيمولو هڅې يې کولې، د مسلمانانو مخلصو مسؤلينو پسې به يې د بد اخلاقي، غلا او فساد تورونه تړل، د مسلمانانو سيمو ته به يې د مظلومو مهاجرينو او علماؤ په جامه کې خپل روزل شوي استخباراتي کسان رالېږل، چې هغوی به د اسلام تحريف کاوه، د الله تعالی د مهرباني تر صفت لاندې به يې خلک له ګناهونو سره عادي کول، خو د جهاد بدي به يې بيانوله، مجاهدين به يې په غلا، زنا، چور او تالان تورنول او د ولاء او براء د عقيدې پر خلاف؛ مسلمانان او کفار به يې يو ډول بلل، د کفارو صفتونه به يې کول او د هغوی پر وړاندې يې د مسلمانانو کرکه له منځه وړله.

په اوسنۍ زمانه کې کفارو فکري جګړې ته نوره هم وده ورکړه، ځکه چې اوس د تبليغاتو کار ډېر اسان شو او ټوله نړۍ په يوه کلي بدله شوه. اوس کفار د همدې فکرې جګړې تر هدف لاندې دومره پراخ فعاليت کوي، چې په مختلفو نومونو يې زموږ مطلق اکثريت مسلمانان هم تر خپل اغيز لاندې راوستي. زموږ علماء، استادان او سياستوال هم د دوی پر تبليغاتو غوليدلي او هغوی سره يو ځای هر څه بدرګه کوي.

دا ځکه چې اوس کفارو د ابو جهل په څېر ښکاره مخالفت نه کوي، بلکې په ګوړه کې زهر راکوي، زموږ دين تأيدوي، اسلام پسې بد رد نه وايي او د ابن سلول منافق په څېر پټ تخريب ته يې ملا تړلې. اوس کفار زموږ اسلام د امن او ورورولي دين ګڼي، خو تر دې نامه لاندې زموږ اساسات تخريبوي. د جهاد نظريه  يې راختمه کړه، ولاء او براء نشته، حق او باطل يې سره ګډ کړل او بيرته موږ ته نصيحتونه کوي.

د مسلمانانو د غولولو لپاره يې د ملګرو ملتونو، بشر حقوقو، ښځو حقوقو او په نورو نومونو ټولنې جوړې کړې، خو بيرته همدغه ټولنې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف استعمالوي. اصلاً ټول واک له دوی سره دی، مسلمانان هسې بې ځایه ورسره مشغول دي، د ملګرو ملتونو مشري د دوی په لاس کې ده، امنيت شورا پنځه دايمي غړي (امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين او روسيه) ټول د اسلام اشد مخالفين او افراطي کفار دي. دوی چې هره فيصله وکړي، هغه به په ټوله نړۍ کې تطبيقيږي. د امنيت شورا د پرېکړو پر اساس زموږ هېوادونه اشغالوي، د ازادي حق راڅخه اخلي او د غلامي پر زنځيرونو مو تړي، خو بيا يې زموږ ناخبره مسلمانان هم ورسره تکراروي چې دا خو د نړيوالې ټولنې د فيصلې پر اساس راغلي! همدغه نړيواله ټولنه زموږ مجاهدين، علماء او داعيان د (ترهګر!) په نوم نوموي، بيا راځي زموږ خويندې او وروڼه وژني، زندانونه ترې ډکوي، خو ټول مسلمان واکمن يې ورسره تأيدوي، ځکه چې ترهګر دي!. د ښځو د حقوقو په نامه د مسلمانانو لوڼې بې لارې کوي، خو مسلمان ځوانان هم ورسره يو ځای لګيا وي. د بيان د ازادي په نامه زموږ ارزښتونه لوټي، خو موږ يې په پټه خوله سيل کوو. دا ولې؟!

ځکه چې د هغوی د فکري جګړې تر اغېز لاندې راغلي يو، د هغوی پر ټولنو غوليدلي يو، راډيو ګانې يې  اورو او هر څه چې وايي هغه ورسره منو. موږ خپل اصليت مو هېر کړی، نه پوهېږو چې موږ څوک يو او دوی څوک دي؟!

له همدې امله نن د ذلت ژوند تېرو، يو اسلامي امت په لسګونو هېوادونو وېشل شوی او هر يو يې خپل بل مسلمان ورور دښمن ګڼي، خو د کفارو پر دوستۍ وياړي. اسلامي نظام يې راڅخه اخيستی، په ټولو اسلامي هيوادونو کې يې خپل نوکران حاکمان ټاکلي او سيکولر نظامونه يې راباندې تپلي.

د دې هر څه يوازنۍ وجه دا ده، چې هغوی په فکري او تبليغاتي جګړه کې پر موږ بريالي شوي. مو ږ به هغه وخت کامياب يو، چې د فکري جګړې په اهميت پوه شو، د خپلو اساساتو دفاع وکړو او دومره کار وکړو چې تعرضي حالت ته وګرځو او برعکس هغوی د خپلو تبليغاتو تر اغېز لاندې راولو.

اوس هم اسلامي امارت هغه وخت په نظامي ډګر کې سوبمن شو، کله يې چې په فکري او تبليغاتي ډګر کې يې دښمن ته ماته ورکړه. نو اوس د اسلامي نظام د ساتلو لپاره هم هماغه شان فکري او تبليغاتي مقابلې ته اړتيا ده، له مختلفو لارو بايد دا هدف تعقيب شي او خپلې پولې داسې مستحکمې وساتو، چې زموږ هيڅ افغان او مسلمان ورور د اغيارو تر اغيز لاندې را نه شي.  ومن الله التوفيق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *