افغانستان

سالنګ کې ۴۵ سانتي متره واوره اورېدلې

شریعت: په سالنګ کې ۴۵ سانتي متره واوره اورېدلې، خو لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.
د ټولګټو چارو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې په سالنګونو کې د واورې ورښت دوام لري او یاده لویه لار د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې، چې دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولای شي.
خبرپاڼه کې راغلې، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د معمول په څېر د یادې لویې لارې د ځینو ویجاړو برخو په ترمیم، جغل اچونه او پاک کارۍ بوخت دي.
همدارنګه، د ګواره سنګ، هفته نور او سنګ نوشته په ساحو کې شاوخوا ۴۵ سانتي متره واوره اورېدلې او لا هم دوام لري، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له لوري یې د پاک کارۍ چارې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *