بېلابېلې لیکنېلیکنې

سمونه څه ده او سمونګر څوک دی؟

سمونه له ټولو سخته چاره ده. ښایي په ډېرو فنونو کې یې زړه خوړیني زیاته وي. زه خو یې تر څېړنې هم دروند کار بولم. دلته زموږ موخه د متن سمونه ده. د سمونې په اړه د کابل پوهنتون استاد پوهنمل عبدالسمیع وحدت په خپل کتاب (سمونې لارښود) کې لیکي: (( ټول هغه ادلون بدلون چې د متن په ژبه، منځپانګه، ارقامو، لیکبڼه او نورو کې راځي او لیکنه چاپ ته تیاروي؛ سمونه نومېږي.)) مانا ټول بدلونونه چې د سمونګر په لاس په یوه متن کې رامنځته کېږي او لیکنه لوست او خپراوي ته تیاروي؛ سمونه بلل کېږي. زیات وخت فکر کېږي چې ګوندې د سمونګر د یوه متن د ژبې سمونه ده. یعنې سمونګر به د متن په املا، انشا، لیکنښو او نورو پسې ګرځي. مه هېروئ چې دا د سمونې یو زون دی او ژبنۍ سمونه یې بولي. په منځپانګیزه سمونه کې موږ د محتوا د سمونې په لټه کې یو. یعنې دا متن چې د هرې علمي موضوع د ارایې په پارکښل شوی، هغه ګورو چې څومره سم او بامفهوم دی.
اېډېټېنګ یوه عملیه ده چې په دې کې د متن ایډېټر یا سمونګر له خوا د متن سهي والی، دقیقوالی، د متن روانوالی او د موضوع اړوند د مطالبو سمول او برابرول شامل دي. په دې پروسه کې لیکوالان، ژورنالیستان او نور ځان ډاډه کوي چې ایا د دوی متن د خپراوي وړ دی او که نه؟ مانا متن دقیق، روغ او روڼ دی او که څنګه؟ په کاپي ایډېټېنګ کې ټول هغه خام مواد وړاندې کېږي، چې له پرېنټ وړاندې چمتو شوي وي او له سمون وروسته بیا چاپېږي.
د متن ایډېټ یا تصحیح له دریو برخو تېرېږي:
۱ـ لایټ یا سرسري کتنه: سرسري ایډېټ نه مطلب یوازې د متني تېروتنو سمون دی.
۲: منځنی ایډېټ: دې کې بیا لیک نښې او متني غلطۍ دواړه په نښه کېږي.
۳: ژور/ وروستی ایډېټ: دې کې بیا هم متن، هم لیک نښې ، د جملو تسلسل، د پراګرافونو اړیکې، نومونه، القاب، رتبې او منځپانګه ټول سمېږي
بدبختانه چې سمونې او سمونګر ته زموږ د هېواد په فرهنګي کړیو او ژورنالېزم کې پاملرنه نه کېږي. که نه سمونه تر بل هر قلمي او علمي کار دروند مسئولیت او دنده ده. تاسو به لیدلي وي، هغه کتابونه چې په سخته لوستل کېږي، مفهوم نه ترې اخیستل کېږي، یا یې ژبه نااشنا او ثقیله وي؛ داسې کتابونه او لیکنې په خپلسري ډول په مطبعو کې چاپ او پر کتاب پلورنځيو پلورل شوي وي. برعکس په همدغو کتابونو کې داسې کتابونه هم شته چې ژبه یې روانه، ساده، رڼه، خوږه او حتی د محصل او د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د پوهاوي وړ وي. ښایي د داسې کتابونو لیکوالان کمزروي وي خو د دغو لیکنو سمونګران حتمي پیاوړي او پر ادبیاتو پوهه کسان دي.
سمونګر باید د مسیحا حیثیت ولري، باید و باید په لیکنه کې ساه ننباسي او مړ لاش په خوځښت راولي. که سمونګر دغه کار ونه کړ، نو بویا چې په خپله چاره کې نابریالی دی. سمونګر هله د مسیحایي معجزې څښتنېدای شي چې د ژبې پر ګرامر، اصولو او قانونو پوهه ولري. پر دې سربېره سمونګر باید خپله لیکوال وي او له ادبي ذوقه برخمن وي.
سمونګر ته اړینه ده چې مطالعه یې څو بعدي او د بېلابېلو علومو له ترمینالوژي او ویکبلري سره بلد واوسي. فرض کړئ یو څوک د دیني پوهنو سمونګر دی، ده ته په کار ده چې له دیني حوزې مالومات ولري او پر ټولو دیني مصطلحاتو بر وي. د سمونګر او لیکوال پوله په دغه ځای کې سره جلا کېږي چې لیکوال ښایي په خپله څانګه کې ژوره پوهه ولري، ولې ده ته حتمي نه ده چې په نورو برخو دې هم پوه واوسي او که پوه وي غوړي لا غوړي؛ مګر سمونګر ته اړینه ده چې له خپلې څانګې او علمي حوزې یې یو څه څکه کړي وي. زموږ موخه دا نه ده چې سمونګر دې جامع الکمالات شي. موخه مو دا چې نوموړی باید د علومو له هرې برخې سره حداقل بلدتیا ولري. د بېلګې په ډول دی باید له ژبپوهنې سره ښه بلد وي، له متنپوهنې اګاهي ولري، لیکوال وي، ادبیات یې د ذوق برخه وي او… .
ځینې وختونه لیکوالان چابک لیکل کوي. دوی دا تمه لري چې ګوندې زموږ تېروتنې سمونګر راسموي. دا سم کار نه دی. ښایي سمونګر له نوموړي لیکوال څخه هم ډېره بې پروایي غوره کړي. لیکوال نه باید له خپلو لیکونو سره سرسري چلند وکړي.
یوه بله تېروتنه چې ډېری وخت مطبعې او کتابپلورنځي یې کوي، هغه څو سمونګران/ ایډېټرانو ته د یوه کتاب سپارل دي. کتاب کې د واحد لیکدود او سبک تعقیب تر ګردو مهمه مسئله ده. کله چې یو کتاب د څو کسانو له لوري کتل کېږي او یا څپرکی ـ څپرکی ورته وېشل کېږي؛ نو هر کس په ورکړل شوي متن کې د خپلې پوهې، ذوق، سبک، لیدتوګي او لیدلوري له مخې سمونه کوي چې دا چاره په یوه اثر کې ګډوډي رامنځته کوي. کله نا کله د پوهنتون استادان د خپل کار د اسانۍ په تکل پنډ کتاب په څو تنو محصلانو ویشي؛ تر څو یې تېروتنې په نښه شي. د محصل تجربه اومه او لا ددې وړ نه وي چې د لویو پوهانو کتابونه تصحيح کړي. بله دا چې د محصلینو وړتیا په یو کچ و مېچ نه وي، حتمي ده چې یوه محصل ته به یو ځای ناسم ښکاري خو بل محصل به همغه ځای سم نیولی وي.
تاسو به دیني، حقوقي او یا هم د اقتصاد کتابونه لوستي وي، دا کتابونه به دوکتورانو او پوهاندانو لیکلي وي؛ خو له څو ځله لوست وروسته به هم ترې مفهوم نه شئ اخیستلی. پوهېږئ د دې ربړې جرړه چېرته ده!؟ لومړی دا چې بدبختانه موږ داسې انګېرلي چې یوازې د ادبیاتو د پوهنخي متخصصین او څانګوال به ضرور هم لیکوال، شاعر، ژباړن، سمونګر او.. . وي. نا، تاسو ته به مالومات وي، په ګاونډیو ژبو او نړۍ کې په ادبیاتو کې د نورو څانګوالو متخصصین ښه پوهېږي. زموږ د نورو پوهنځيو لوستوال اصلاً د دې هڅه نه کوي چې د لیکوالۍ او ژباړې مشق وکړي. دوی ړنده ژباړه کوي. یو خو دا چې دا متون اصلا د دوی د ذهن راوتي نه دي، ډېری یې ژباړې دي، بیا چې ژباړه وژباړل شي او پر ژبه هم برلاسی نه یې نو ته والله په متن کې به څه شخوند و خوند پاتې شي. زموږ د نورو څانګو محصلینو او استادانو ته بویه چې لږ لږ د ادبیاتو نړۍ ته هم سر ورښکاره کړي او د ژبې پر اصولو او ګرامر ځانونه پوه کړي.
د سمونګر په ځانګړونو کې تر ټولو لویه خوبي غوڅتیا او پرېکنده پرېکړه ده. تاسو به کتلي وي چې ځینې سمونګران د متن په بعضو برخو کې زړه نا زړه وي او یا هم د پرېکړې زړه نه شي کولی. داسې سمونګر دې پوه شي چې دوی به په خپله برخه کې د پرمختګ لوړې پوړۍ هېڅکله ونه وهي. سمونګر باید ډارن نه وي او د زمري زړه ولري.
د نړۍ لویې رسنۍ او د پرکاره لیکوالان څو تنه سمونګران لري، د دوی لیکنه په هېڅ صورت د دوی له کتو او اجازې پرته نه خپرېږي. هېڅ لیکوال دا دعوه نه شي کولی چې زما لیکنه سمه ده او سمونګر ته یې د کتنې په پار اړتیا نه‌شته. د متن سمونه کې دقت، د حواسو بیداري او ځیرکتیا حتمي ده. د سمونګر حواس باید تر نورو انسانانو تېز او زوم وي. که غواړئ چې خپل اثر چاپ کړئ، یو ځل یې د یو چا له نظره تېروئ. ریښتیا هم خپل عیب د ولو منځ وي او بیا خو په خپله لیکنه سړی هر وخت ډاډه وي؛ خو چې د یوه تجربه ناک سمونګر تر قلم تېره شي؛ بیا د سړي ماغزه سر ته راشي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *