افغانستان

سیاسي مرستیال: اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې پخوانيو چارواکو سره له شرعي دلیل پرته ناوړه چلند یا تبعیض وکړي

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د بامیان

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د بامیان امنیه قوماندان محترم مولوي صدیق الله سره وکتل.

په دې کتنه کې، مولوي صدیق الله د دې ولایت د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء  سیاسي مرستیال سره معلومات شریک کړل.

نوموړي وویل، په دې ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او خلک د اسلامي امارت له چلند څخه خوښ دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بامیان امنیه قوماندان څخه د امنیت د تامین او ښې همغږۍ رامنځته کولو له امله مننه وکړه وې ويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او اسلامي امارت د خلکو خپل نظام دی چې هر افغان پکې د ارام او سوکاله ژوند حق لري.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به هیچاته اجازه ور نه کړي چې له هیوادوالو او په ځانګړې توګه له پخوانيو چارواکو سره له کوم شرعي دلیل پرته ناوړه چلند یا تبعیض وکړي.

مولوي عبدالکبير غه راز نوموړي ته سپارښتنه وکړه، چې ټول امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره ښه چلند وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *