افغانستان
غور کې نږدې ۱۲ زره کیلوګرامه یامه وسوځول شوه
شریعت: د غور ولایت په فیروزکوه ښارکې ۱۱ زره ۸۶۰ کیلوګرامه یامه ( چې د نشه یي توکو په کارولو کې ترې کار اخیستل کېږي) کشف او وسوځول شوه.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وویل، چې د یاد ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یاد توکي کشف او سوځولي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې تړاو یې درې تنه قاچاق وړونکي نیولي دي، چې دوسيې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.