اقتصاد او رغونه

فراه کې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

د فراه د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د پشترود ولسوالۍ په چین فارسي کلي کې د ۷ میلیونو او ۷۴۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۴۲مترو په اوږدوالي د دوو کانالونو، ۱۹ ورخونو او ۷ پُولګټو د رغولو چارې پيل شو‌ې دي. د دغه پروژې د پرانیستلو پرمهال د ولایت مقام د اقتصادي چارو کارپوه انجنیر جمعه ګل فروتن، د پشترود مرستیال ولسوال ملا عبدالصمد فضلي او قومي مخورو ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د ROC موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې وروسته به یاده پروسه د یادې ولسوالۍ په دوکین، فیض آباد او چهارده کلیو کې هم پلې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button