افغانستان

لغمان کې د ۱۲.۵ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې

د لغمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۱۲.۵ کیلومتره کانال د پاکولو او د ۲۶۸ متره د کانال تحکیماتي استنادي دېوال د رغونې چارې بشپړې شوې دي.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه کانال د پاکولو او تحکیماتو چارې سره صلیب نړیوالې کمیټې په مالي مرسته د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت د الینګار ولسوالۍ په خواجه خېل سفلی سیمه کې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا، د دغه کانال چارې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شوې، چې ۳ زره جریبه ځمکه خړوبوي او ۴ زره کورنۍ به ور څخه برخمنې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *