افغانستان

له تجارانو سره د مرستې په موخه ټولې مالي  جريمې معاف شوې

د «مالي جریمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ» تر عنوان لاندې غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.

د «مالي جریمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ» تر عنوان لاندې غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر جګپوړو مقاماتو او سرپرست وزیرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او نورو مسؤلینو ګډون کړی و؛ ویناوالو، د مالي جریمو د معافیت پر اړتیا خبرې وکړې او د هېواد د ځان بسیاینې په خاطر یې په وخت د مالیاتو پر ورکړې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي عوایدو په تامین کې د مالیاتو پر نقش خبرې وکړې او ویې ویل چې مالیات  د هېوادونو ملي بودجه جوړوي او د ولسونو امنیت، عامه خدمتونه او هوساینه تضمینوي.

هغه زیاته کړه چې د سوداګرو او صنعت کارانو په ګډون د ټولو هېوادوالو مسؤولیت د افغانستان اسلامي امارت پر غاړه دی او څرګنده یې کړه چې په هره برخه کې به دوی ته اسانتیاوې رامنځته او د مال او عزت ساتنه به یې وشي.

ملا برادر ډاډ ورکړ چې د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې تر ډېره بریده حل شوې او اسلامي امارت هڅې کوي چې پاتې ستونزو ته به هم حل لارې پیدا کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي امارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت له خوا د مالي جریمو معافیت، د سوداګرو او صنعتکارانو هڅول او د هغوی زیات ملاتړ وباله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل مالیات په وخت ورکړي.

اداري مرستیال، مالیه ورکوونکو ته په خطاب کې وویل: ستاسو مالیات د ناروغانو د درملنې، د یتیمانو د کفالت، د دولتي کارکوونکو د معاش د ورکړې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معاش، د روږدو کسانو د درملنې او نورو عامه خدماتو د وړاندې کولو په برخو کې لګول کېږي.

وروسته، د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري وویل چې دغه وزارت هڅې کوي ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه سوداګرو او صنعتکارانو ته ښه خدمتونه وړاندې او زیاتې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

بدري څرګنده کړه چې د ګمرکونو له خوا په امانتي حساب کې له سوداګرو څخه اخیستل شوې محصولي جریمې، بېرته د مالیې وزارت له لوري اړوند کسانو ته ورکول کېږي.

د غونډې په دوام، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، افغانستان یوازځېنی هېواد وباله چې په کې مالي جریمې معاف کېږي.

عزیزي د اسلامي امارت دغه اقدام، سوداګرو او صنعتکارانو ته یو ستر او اغېزمن ګام یاد کړ او له فعالو شرکتونو او پانګه والو یې وغوښتل چې د افغانستان د ځان بسیاینې په خاطر دې خپل مالیات په خپل وخت ورکړي.

همدا رنګه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، په ټولنه کې امنیت او خوراک تر ټولو مهم عناصر یاد کړل او ویې ویل چې نظامي مجاهدینو د هېواد د آزادۍ لپاره قرباني ورکړه، چې په پایله کې یې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شو؛ اوس د سوداګرو او پانګه والو وخت دی چې په خپلو اغېزمنو هڅو او ښو اقتصادي پروګرامونو سره په اقتصادي برخه کې، افغانستان په ځان بسیا او اقتصادي پرمختګ ته یې سوق کړي.

دغه راز د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید او د دغه وزارت د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج هم د موضوع په اړوند خبرې او د عوایدو د راټولو په بهیر کې یې د شفافیت او حساب ورکولو ډاډ ورکړ.

د غونډې په بهیر کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند او د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده، د مالي جریمو د معافیت او له سوداګرو او صنعکارانو د ملاتړ په خاطر، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ او مسئولینو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د نظام د پیاوړتیا او د هېواد د پرمختګ لپاره به د اسلامي امارت ترڅنګ کار وکړي.

هغوی دغه راز د یادو خونو یو لړ ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د اسلامي امارت له خوا یې د حل غوښتنه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، مسئولینو یو شمېر هغو شرکتونو او بنسټونو ته چې په وخت خپلې مالیې ورکړې او د اسلامي امارت مقررات او کړنلارې یې عملي کړې وې، ستاینلیکونه او مننلیکونه ورکړل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *