لیکنېمقالی اوتبصرې

لومړۍ برخه ـ د لاجوردو لار د بين‌المللي جيوپولټيک په رڼا کې

اقتصاد ډيپلوماسي
د نړيوالو اړیکو ځينې پوهان په‌دې باور دي چې د سړې جګړې پر مهال او له هغه وروسته که دولتونه د اقتصادي او سوداګرۍ له اړخه هر څومره ډېر سره جړ وزي ــ اقتصادي تعاملات يې تر منځ ډېر شي ــ په هم هغه اندازه یې تر منځ د جګړې او ټکر شونتياوي هم لږيږي. نو د همدې باور پر بنسټ که د نړۍ او سيمې هېوادونه په خپلو کې هر څومره اقتصادي او سوداګريز تعاملات ډېروي، په هم هغه اندازه به يې خپلمنځي اړيکې د ترينګلتيا څخه خلاصي وي او د سيمې سياسي او اقتصادي برخلیک به هم د ښېرازتيا او سمسورتيا په لوري درومي. که څه هم د روسيې ـ اوکراین جګړې له امله د مسکو او اروپا ترمنځ اقتصادي بافت د دغه ليد بنسټ لړزولی.
د افغانستان له‌پاره له اوسني وضعیت څخه د وتلو له‌پاره اقتصاد ډيپلوماسي ښه بنسټ ګڼل کېږي، د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو پراختیا به په سيمه او نړۍ کې د نورو اړیکو ودي ته زمينه برابره کړي.
له همدې کبله د ا.ا.ا. بیا ځلي واکمنېدو او د ډيپلوماسۍ د دستګاه له لوري ناپيلي بهرني سياست ته په مخه کولو سره ــ تر ډېره بریده اقتصاد محوره بهرنی سياست ــ توانېدلی څو په ډيپلوماټیکو، اقتصادي او ټرانزيټي برخو کې پام وړ پرمختګونه ولري.
د ياد سياست په ړنا کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څه موده وړاندې ترکمنستان ته رسمي سفر درلود او هلته یې له بېلابېلو ترکمن چارواکو سره لیدني وکړې.
سره له دې چې ياد سفر ګڼ اړخونه درلودل خو ويل کيږي چې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست وزير له ترکمن چارواکو سره خبرو او غونډو کې د لاجوردو لارې یادونه هم کړې.‌ نوموړي ویلي چې د لاجوردو لاري پروژې باندې کار کېږي او په بشپړېدو سره به یې د افغانستان سوداګریز توکي د اروپا بازارونو ته ورسیږي. په ياد سفر کې افغان لوري له ترکمنستان سره په راتلونکي کې په دې تړاو د يوې ناستي جوړېدو په اړه هوکړي ته سره رسېدلي دي. دا چې د لاجوردو لار له اروپا سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو لنډه لار ده، نو له همدې امله د لاجوردو ټرانزيټي لار په اړه په ۲۰۱۲ ز کال کې په لومړي ځل د سیمي د هېوادونو تر منځ خبري وشوې، په ۲۰۱۸ ز کال رسماً په هرات کي افتتاح شوه او په همدغه کال کې د افغانستان یو شمېر توکي ترکیې ته ورسېدل.
هغه مهال د دې لارې په رسمي پرانيستل کېدو سره ، پس له ډېره وخته د لومړي ځل له‌پاره افغاني توکي په لسو لاريو کې بار د ترکې په لوري حرکت وکړ او د ۱۶ ورځو وروسته خپل مقصود منزل (ترکې) ته ورسېدل.
د لاجوردو لاري طرحې ته هغه وخت د ذي نفع هېوادونو پاملرنه زياته شوه کله چې دغه موضوع د افغانستان په نوښت په ۲۰۱۴ ز کال کې دښکېلوهېوادونو- افغانستان، ترکمنستان، آذربايجان، ګرجستان او ترکيې ــ تر منځ مطرح شول.
یاده طرحه د افغانستان نوښت دی او د ۲۰۱۷ زکال د نومبر پر ۱۵ نېټه د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د ريکا (RECCA) په اووم کنفرانس کې يې هوکړه لیک لاسليک شو.
افغانستان په وچه کې را ګير هېواد دی او د دې له‌پاره چې د سيمي د هېوادونو له احتياجه ځان وباسي، د دې لارې رغاول ورته اړين دي. دا چې اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت راغلی نو پر همدې بنسټ د لاجورد لارې پراختيا او بیا فعالېدو ته هيلې او توقعات په ډېر ېدو دي.
بلخوا دا چې د اوکراین د جګړې له امله د شمالي کورېډور څخه د ګټني کچه راټيټه شوې پر ځای يې د منځنۍ اسيا او سويلي قفقاز هېوادونو، په ځانګړي ډول د اذربايجان؛ ګرجستان او ترکيې تر منځ په فعاله توګه د لوجستيک او لېږد رالېږد په برخو کې همکاري د پياوړي کېدو په درشل کې ده. دغه هېوادونه د بدیلو ټرانزیټي لارو پر جوړولو او پراختیا باندې ډېر تمرکز کوي په ځانګړي توګه د منځني او لاجورد کورېډورونو باندي.
د خپلواکو تحقيقاتي مؤسسو د څېړنو پر بنسټ د لاجوردو د لارې مخېنه تر دوو زرو کلونو وړاندې ته رسيږي او په حقيقت کې د ورېښمو د لارې څخه يوه لار ده. هغه مهال بدخشان د لاجوردو په شمول د افغانستان ډېری ګران بيه توکي له همدې لارې اروپا، بالکان،هند او د افريقا ساحلي هېوادونو ته لېږدول کېدل له همدې کبله هغه مهال دغه لار د لاجوردو د لار په نامه سره ونومول شوه.
د لاجورد لار په افغانستان کې د هرات ولايت د تورغونډۍ او په فارياب کې د آقينې د بندرونو څخه پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر څخه تيرېږي، چې له هغه څخه وروسته د آذربایجان د باکو ښار ته رسيږي، ورپسې د کسپين سمندرګي ته رسېږي. له هغه څخه وروسته د ګورجستان د تفليسي سيمې او ورپسې توره سمندرګي څخه تيرېږي او بيا ترکيې او د اروپا آزادو اوبو ته رسېږي.
د لاجوردو لارې سوداګريز او ټرانزيټي مسير، افغانستان، د سويلي اسيا او منځنۍ اسيا هېوادونه د سړک، رېل پټلۍ او د بحري لارو په واسطه د اروپا او منځني ختيځ هېوادونه سره تړي.
د افغانستان په شان هېوادونو له‌پاره چې په وچه کې راګير دي، اروپا ته د ټولو لارو څخه يوه تر ټولو لنډه او مطمئنه ټرانزيټي لاره ده، حتی چې تر کراچۍ او چابهار بندرونو يې هم ښیګڼي ډېري دي.
د کراچۍ بندر له لارې افغانستان اروپا ته د خپلو توکو لېږد له‌پاره شل ساعته وخت ته اړتيا لري خو د لاجوردو لار بیا يوازي شپاړس ساعته وخت نيسي.
د افغانستان له‌پاره د سوداګريزو او ټرانزيټي لارو متنوع کول د افغانستان او سيمې پر سياسي او اقتصادي برخلیک او ثبات باندې د پام وړ اغېز کولی شي، په‌دې ډول سره کولی شو چې ووايو که د لاجوردو لارې د بیا فعالېدو په برخه کې اقدام کيږي دا به د ټاپي (TAPI)، کاسا زر، افغان ـ ټرانس پروژو په‌شمول د افغان حکومت له‌پاره د مهمو لاسته راوړنو څخه وګڼل شي چې له کبله به یې د هېواد اقتصاد ورسره تر ډېره بریده وده وکړي.

ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *