مذاهب د اسلامي شریعت د فهم وسیله ده!
بشیر احمد الحنفي
یو چا پوښتنه کړې وه ویل دا مذاهب د کوم ځای څخه راپیدا سوه دا په دین کې نوی بدعت دی موږ ټول د رسول الله _ صلی الله علیه وسلم ـ په مذهب یو .
ما په جواب کې ورته وویل: مذاهب په دین کي نوی شی نه دی بلکې مذاهب د اسلامي شریعت د فهم وسیله ده .
د مذاهبو راټوکېدل د دین د نقص په معنی نه دي بلکې د دین د وسعت او پراخۍ په نتیجه کې منځ ته راغلې .
د مذاهبو اړتیا هغه وخت پېښه سوه کله چي خوږ پېغمبر له نړۍ څخه رحلت وکړ، دلته نوې تشریع نه کېده ، باید همغه شریعت کې ځینې احکام تفسیر سوي وای.
هیڅ یو امام د شریعت د ثابتو اصولو او جوکاټ څخه
بهر اجتهاد نه دی کړی، بلکې ټولو په یوه دایره کې خپل
اقوال ذکر کړي ، خو په مختلفو نظریاتو او منقولو او معقولو
دلایلو .
له اسلامي خلافتونو سره مذاهبو نه هېرېدونکې همکارې
کړې ، د حکومت او دولت د بنسټونو لپاره یې بېلا بېل کتابونه
لیکلي اجتهاد یې کړي ، قانوني مصوبې یې جوړي کړي ، په محاکمو کې یې د قضاء او افتاء په برخه کې نه هېریدونکي هڅي
کړي.
ټول اسلامي امت په قرآن کریم او احادیثو عمل
کوي ، مذاهب بیا د همدې شرعي نصوصو د اخذ او تګلاري طریقه روښانه کوي ، ظاهري تعارض له منځه لیري کوي، ناسخ او منسوخ نصوص ښکاره کوي، د عربو په کلام کې مبهمو او اجمالي نصوصو ته
تفصیل لټوي .
بیا د هر شرعي نص د تطبیق ځای په مختلفو اعتباراتو روښانه
کوي .
د شرعي نصوصو مصدر او مأخذ څرګندوي .