افغانستان

مولوي امیرخان متقي: افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې با ثباته ده

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، افغانۍ د سیمې هېوادونو د پولي واحدونو په پرتله با ثباته پاتې شوې ده. نوموړي د دې وزارت په یوې غونډه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ډالر پر وړاندې د سیمې د نورو هېوادونو پولي ارزښت کم شوی، خو د افغانۍ ارزښت د ورځې په تېرېدو سره زیاتوالی موندلی.
له دې سره سم، د افغانستان بانک وايي، د پیسو د پالیسۍ په ښه تطبیق او د ډالر له قاچاقه په مخنیوي سره توانیدلي چې د افغانۍ د ارزښت له رالوېدو مخنیوی وکړي. د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه بیا پر دې باور ده چې د افغانۍ د ارزښت د ساتنې لپاره باید د افغانستان بانک په دوامداره توګه ډالر بازار ته وړاندې کړي او همداراز په هېواد کې په راکړه-ورکړه کې د نورو اسعارو له کارېدنې مخنیوی وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *